دا مثبتې جملې که څه هم خیالي وي، خو په تاکیدي ډول یې ویل، د شتمن کیدو قوت درکوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: ساحل منګل
د مثبتو تاکيدي جملو تکرارول په ځانګړې توګه هغه جملې چې د شتمن کېدو لپاره دي، يو د هغو ځواکمنو لارو څخه دي، چې په ژوند کې ېې هر انسان د برياليتوب لپاره کاروي. انسان هغه وخت، چې په يو څه باندې باور وکړي په ډېرې چټکتيا سره ېې په ژوند کې خلق کيږي.
مونږ دلته ۲۲ قوي ترينې تاکيدي جملې راټولې کړي دي، چې اميد لرو د هغې په هره ورځ تکرار سره، په ځانګړې توګه مخکې له ویده کېدو او وروسته له خوب څخه ېې حيرانونکې پايلې وګورئ. لکه څنګه چې پوهېږئ په دې وخت کې مونږ هيپنوتيزم تجربه کوو او په همدې دليل د ناخود اګاه ضمير دريچه د تلقيناتو د ترلاسه کولو لپاره خلاصه ده او زمونږ مغز دغه جملې فيلتر کوي.
د شتمن کېدو لپاره مثبتې تاکيدي جملې:
– زه شتمن يم.
– پیسې او امکانات په ډېرې اسانۍ سره زما په ژوند کې سرايت کوي.
– زما ژوند له هره پلوه د امکاناتو څخه ډک دی.
– زما ژوند ته پیسې له بېلابېلو لارو څخه راځي.
– زه په ډېرې اسانۍ سره پيسې او امکانات لاس ته راوړم.
– زه په ډېرې بيړې او په ډېرې سادګۍ سره پیسې او امکانات د ځان پر لوري جذبوم.
– زه د اړتيا وړ ټولې پيسې لرم.
– زما ژوند هميشه له امکاناتو څخه ډک وي.
– زه د مالي امکاناتو له لحاظه پرمختګ کوم.
– زه د پيسو او امکاناتو په اړه همېشه مثبت فکر کوم.
– زه همېشه د شتمن کېدو په اړه فکر کوم.
– زه هر وخت خپلو مالي اړتياو ته په ډېرې اسانۍ سره رسېږم.
– زه ورځ تربلې شتمن کيږم.
– زه د شتمن کېدو احساس کوم.
– زما پيسې خوښيږي او د پيسو زه خوښيږم.
– زه د پيسو د جذب په حال کې يم.
– زه زيات خوشاله يم او مننه کوم، چې هره ورځ د بېلابېلو لارو څخه پيسې زما پر لور راځي.
– زه له حده زيات مالداره يم.
– زه په خپل ژوند پريمانه پيسې وينم.
– زه لکه آهن ربا په څير پيسې ځان ته راجذبوم.
– همدا اوس زما بانکي حساب ته پيسې جمع کيږي.
– زه د خپلو امکاناتو څخه له نورو خلکو سره مرسته کوم.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.