لیکنه: محمدصابر حمیدي
د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې د توپوهنې روزونکې مصباحالحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د انګلستان په وړاندې دویمې ټیسټ لوبې ته پاکستانۍ کرکټ ملې لوبډله ښه راګرځې او د لومړۍ لوبې خلاف په دویمه لوبه کې به ښه ولوبیږي.
هغه ویلې:
«موږ باید یاد ولرو، چې د انګلستان په وړاندې لومړۍ ټیست لوبه کې تر وروستۍ شیبې پورې ښه و، موږ به په دې لړ کې بیرته د ښه راتګ لپاره ډېره هڅه وکړو، کوم چې زه باور لرم زموږ لوبډله ددې وړتیا لري.»
مصباحالحق په داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې انګلستانۍ کرکټ ملې لوبډلې د دریو ټیسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په ۳ ویکټو ماته ورکړه.
د یادې لوبې غوره لوبغای د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې کریس ووکس وټاکل شو، چې په دواړه پاڼیو کې یې ۴ لوبغاړي سوځلې وه او ۱۰۳ یې بیا منډې جوړې کړې وې.
ټاکل شوې انګلستان او پاکستان دویمه ټیسټ لوبه بل سبا د اګسټ میاشتې په ۱۳مه نېټه پيل کړي.