
نن جمعه د فبرورۍ ۱۴مه په کې جرمني د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس چې تمه کیږي په اوکرایین به روانې جګړې ته د پای ټکی کېدي د امریکا په مشرۍ پیلیږي.
دا کنفراس په داسې حال کې پیلږي چې راتلونکې اونۍ کې د اوکرایین او روسیې جګړه درې کلنه کیږي.
سپینې ماڼې پرون پنجشنبې ماښام اعلان وکړ چې د مونیخ په نړیوال امنیتي کنفراس کې به د امریکا، روسیې او اوکرایین استازي ګډون وکړي.
د مونیخ کنفراس ته نن جمعه د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وان په مشری یو پلاوی رسیدلی چې په کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیټ هګسیټ او د اوکرایین او روسیې د جګړې لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی کیټ کیلوک په کې شامل دي.
بل پلو، د اوکرایني رسنیو د راپورونو له مخې د اوکراین د ولسمشر ویاند دیمیترو لیتوین ویلي، له روسي استازیو سره کومه ځانګړې غونډه نه ده پلان شوې.
هغه په یو بیان کې نن جمعه ویلي، “په مونشن کې له روسي چارواکو سره د خبرو تمه نه کېږي.”
د مونیخ کنفرانس، ناڅرګندتیا او د ډیپلوماسۍ دوام
د دې غونډې اړوند ناڅرګندتیا، هغه ډیپلوماسي منعکسوي، چې د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس تر څنګ د سیاسي مشرانو، پوځي چارواکو او ډیپلوماتانو له خوا روانه ده.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې غواړي د اوکرایین جګړه ژر پای ته ورسوي، د فبرورۍ په ۱۲ اعلان وکړ، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې څه باندې یو نیم ساعته ټیلیفوني خبرې کړي، او دواړو موافقه کړې، چې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دې د سولې خبرې پیل شي.
د ټرمپ له دې خبرو اترو وروسته، کیف او اروپايي متحدینو یې متفاوت غبرګونونه وښودل.
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي، څرګنده کړه، چې کیف به هیڅ داسې تړون ونه مني، چې پخپله یې برخه نه وي.
کییف اندېښنه لري، چې د جګړې د پای ته رسولو هڅو ته له شريکولو پرته، اوربند یا د سولې داسې هوکړه ونشي، چې ګټه یې مسکو ته ورسېږي، نه اوکراین ته.
اروپايي مشرانو هم د امریکا د ستراتیژۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړې، په ځانګړې توګه که چیرې امریکا روسیې ته امتیازات ورکړي.
دوی خبرداری ورکړی، چې د داسې احتمالي هوکړې پایله کې د اوکراین حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له خطر سره مخ کېدای شي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې، کایا کالاس بیا ویلي، “هر ډول چټک حل یوه ناولې معامله ده.”
هغې خبرداری ورکړ، چې هر هغه تړون، چې مسکو ته د بریا چانس ورکړي، د منلو وړ نه دی.
د مونیخ د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د امریکا د مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د یوې غونډې پلان هم شوی.
د روسیې له ولسمشر پوتین سره له خبرو وروسته، ټرمپ د فبرورۍ په ۱۳ اعلان وکړ، چې د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره یې هم خبرې کړې دي.
هغه وویل، زیلینسکي ته یې ډاډ ورکړی، چې له روسیې سره د سولې په هر ډول خبرو کې، د میز تر شا د اوکراین استازي ته ځانګړې څوکۍ ورکول کېږي.