د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ یا آې پي ایل پیاوړې لوبډلې ممبيي انډینز د نومبر په ۱۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د هغو زړو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې تېرکال او له هغې وړاندې کلونوکې له دې لوبډلې سره لوبېدلي وو.
د پنجشنبې ورځ د لوبډلې د وروستي نوملړ ترتیبولو وروستۍ وه، چې باید د آې پي ایل مسئولو اداروته یې وسپاري.
ممبيي لوبډلې له ۲۸ پخوانیو لوبغاړو څخه لس لوبغاړي لرې کړي او ۱۸ یې پرخپل حال پرېښي دي. په دغو لسو لرې شوو لوبغاړوکې ۴ باندني او شپږ هندي لوبغاړي دي.
ممبيي لوبډلې دغه لوبغاړي پرخپل حال پرېښي او ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې به هم ورسره ولوبېږي.
هارډېک پانډیا، کرونال پانډیا، جسپرېت بومرا، میانک مرکنډی، ادیتیا ټېر، اېشن کېشن، راهول چهار، انکول رای او سوریا کومار یداف هغه هندي لوبغاړي دي، چې په خپل حال پاتې دي.
کېرون پولارډ، بېن کټېنګ، ایوین لیویس، مېچل مک کلېنېګن او ادم مېلن هم په اخېستل شوو یا رېټېن لوبغاړو کې دي. روهېت شرما د ممبي لوبډلې لوبډلمشردی، چې ډېر موافق کپټان ثابت شوی دی.
د ممبيي لوبډلې د بیا اخېستل شوو لوبغاړو نوملړ عبارت دي، له روهېت شرما لوبډلمشر، هارډېک پانډیا، کرونال پانډيا، جسپرېت بومرا، اېشن کېشن وېکټ ساتونکی، سوریاکومار یداف، میانک اګروال، راهول چهر، انوکول رای، سېدېش لاډ، ادېتیا ټېر، کاینټن ډیکاک، ایوین لیویس، کېرون پولارډ، بېن کټېنګ، مېچل مېک کلېنېګن، ادم مېلن او جېسن بېهرېنډروف څخه.
د دې لوبډلې لرې شوي لوبغاړي؛ سوراب تېواري، پراډیپ سنګوان، محسن خان، ایم ډي نېديش، شاراد لومبا، تجېندرسېنګ، جی پي ډومني، پټ کمېنس، مستفیض الرحمن، او اکېلا دننجایا څخه.
ممبيي لوبډلې په ۲۰۱۳ —– ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونوکې د آې پي ایل اتلولي ګټلي دي.