هالنډي ژورنالیسته: ملا عمر کلونه زابل کې د امریکا یوې پوځې اډې ته نژدې اوسیده

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

یوې هالنډۍ ژورنالیستې بیټ ډام ادعا کړې چې د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر څو کلونه د امریکا د یوې پوځې اډې سره نژدې ژوند کاوه.
دا ادعا ددې هالنډۍ ژورنالیستې په یو وروستي خپاره کړي کتاب کې شوې ده. د افغانستان په اړه ددې خپاره شوې کتاب نوم ” د دښمن په لټه “ دی او په کې د امریکا د استخباراتي ادارو له ناکامیو پرده پورته شوې ده.
واشینګټن او متحدانو یې باور درلود چې ملا محمد عمر د طالبانو د نظام له نسکوریدو وروسته پاکستان ته اوښتی دی او هلته پټ دی، خو د نوموړې یوه نوې خپره شوې بیوګرافي ښيي چې د طالبانو د تحریک بنسټګر په زابل ولایت کې د امریکا له یوې لویې پوځې اډې څخه د درې میلو په واټن کې اوسیده.
د فرانسې خبري اژانس ددې هالنډۍ ژورنالیستې د خپاره شوي کتاب په حواله وايي چې ملا محمد عمر تر 2013 م کال کې تر مړینې پورې په کلات کې و.
د ” دښمن په لټه“ کتاب لیکواله وايي، ملا عمر دا کلونه په ګوشه نشینۍ او خلوت کې تیر کړل، له خپلو خپلوانو سره یې له کتلو ډه ډه کوله او وخت ناوخت یې لیکل کول.
لیکوالې بیټ ډام پنځه کاله د خپل دې کتاب لپاره په څیړنه تیر کړي دي. نوموړې د ملا عمر له یو ساتونکي جبار عمري سره مرکه کړې. ددې په وینا عمري هغه څوک و چې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته یې ملا محمد عمر پټ او خوندي وساته.
لیکواله ادعا کوي چې په دې موده کې ملا عمر د بي بي سي پښتو ماښامنۍ خپرونې اوریدې، خو په حالاتو یې په ندرت نظر څرګنداوه.

د دښمن په لټه کتاب هالنډۍ لیکواله بیټ ډام وايي، پنځه کاله یې د خپل دې کتاب لپاره د معلوماتو په راټولولو او لټولو لګولي دي.

په امریکا د سیپټمبر د یولسمې نیټې له بریدونو وروسته چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو نظام نسکور کړ، د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمر ځان نادرکه کړه. امریکا د ملا عمر په اړه د معلوماتو ورکولو پر سر لس میلونه ډالر جایزه ټاکلې وه. خو د ” دښمن په لټه “ کتاب لیکواله وايي، له دې هر څه سره ملا عمر په کلات ښار کې په یوې وړې ودانۍ کې پټ پاتې شو.
لیکواله وايي هغه کورنۍ چې په دې واړه کور کې اوسیده، ورته ددې اسرار امیزه میلمه د هویت په اړه څه نه وو ویل شوي او دوه ځل نژدې و چې امریکايي ځواکونه یې ومومي.
لیکوال وايي، یو ځل په داسې حال کې چې ملا عمر او ساتونکی یې جبار عمري د کور مخې ته احاطې کې وو، امریکايي ګزمه ورته نژدې شوه – چې د جبار عمري په وینا دوی دواړو ځانونه د لرګیو تر شا پټ کړل. خو سرتیري پرته له دې چې دې احاطې ته ننوزي تیر شول.
دویم ځل امریکايي ځواکونو هغه کور چې ملا محمد عمر په کې اوسیده تالاشي کړ خو د ملا عمر خونې ته پټه ورغلې لاره یې ونه لټوله. دا څرګنده نه ده چې دا تالاشي د امریکايي ګزمې عادي تالاشي وه او که د کومو تر لاسه کړو معلوماتو له مخې یې هدف د ملا محمد عمر لټون وو.
بیټ ډام د خپل دې کتاب د چمتو کولو لپاره افغانستان او پاکستان ته ګڼ سفرونه کړي او دغلته یې له بیلابیلو خلکو سره خبرې او مرکې کړې دي.

د دښمن په لټه – کتاب لیکواله لیکي، په 2004 م کال کې چې کله امریکايي ځواکونو د ملا محمد عمر د پټنځای څخه څو سوه میتره لرې د لګمان د نظامي اډې جوړول پیل کړل، نو نوموړې له دې ځایه څخه د خوځیدو پریکړه وکړه.
هغه وروسته یوې دویمې ودانۍ ته انتقال شو، خو لا لږ وخت نه و تیر شوی چې هلته نژدې هم امریکايي ځواکونو د ”ولوف ورین“ په نوم د پوځي ا‌‌ډې د جوړولو پریکړه وکړه چې په کې شا او خوا زر تنه امریکايي سرتیري ځای پر ځای شول.
لیکواله وايي، سره له دې چې ملا محمد عمر له نیول کیدو ویریده خو نوموړې بیا خپل ځای بدل نه کړ. هغه ان وخت ناوخت بیرون هم وت او کله چې به امریکايي الوتکو الوتنې کې نوموړې ځان په خوندي سمڅه کې ساته.
د ډام په وینا ملا عمر ډیر کله یوازې له خپل ساتونکي او اشپز سره خبرې کولې او بې سیم کارټه نوکیا موبایل ټیلفون یې له ځان سره ساته او په هغې کې یې خپل تلاوت ثبتوه.
ددې هالنډي لیکوالې د ادعاوو په اړه تر اوسه پورې امریکا او افغان استخباراتي ادارو یا د طالبانو سرچینو څه نه دي ویلي.
په خپلواکه توګه ستونزمنه ده چې څیړنه او معلومات رد یا تایید شي.
افغان او امریکايي استخبارات باور لري چې ملا محمد عمر د طالبانو د نظام له نسکوریدو وروسته پاکستان کې پټ و او هملته مړ شو. خو طالبان وايي چې مشر یې تر پای افغانستان کې و.
ویل کیږي چې ملا محمد عمر په 2013 م کال مړ شو. د هغه مړینه طالبانو تر دوو کلونو پورې پټه ساتلې وه او دوه کاله وروسته یې د خپل دې رهبر وفات تایید کړ.