د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي په یو ورځنیو لوبو کې د توپاچونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې پکې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپاچونکی مجیب ځدران له دویم ځای څخه درېیم ځای ته راکښته شوی.
مجیب ځدران په یاده اعلان شوې نوې درجه بندي کې د ۷۰۸ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای لري.
دوو بنګله دېشي لوبغاړو په دې درجه بندي کې ښه پرمختګ کړی.
یو ورځنیو لوبو کې د توپاچونکو نوې اعلان شوې درجه بندي
۱ـ ټرینټ بولټ، نیوزیلینډ، ۷۳۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۲ـ محمدي حسن مېراز؛ بنګله دېش، ۷۲۵ نمرې، درې قدمه پرمختګ یې کړی.
۳ـ مجیبځدران؛ افغانستان، ۷۰۸ نمرې، یو قدم شاهتګ یې کړی.
۴ـ مات هینري؛ نیوزیلینډ، ۶۹۱ نمرې، یو قدم شاهتګ یې کړی.
۵ـ جسپریت بومرا؛ هندوستان، ۶۹۰ نمرې، یو قدم شاهتګ یې کړی.
۶ـ ګیګسو ریباډا؛ سویلي افریقا، ۶۶۶ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۷ـ کریس ووکس؛ انګلستان، ۶۶۵ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۸ـ جوش هزلوډ؛ اسټرالیا، ۶۶۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۹ـ مصطفیض الرحمن؛ بنګله دېش، ۶۵۲ نمرې، اته قدمه پرمختګ یې کړی.
۱۰ـ پات کومینز؛ اسټرالیا، ۶۴۶ نمرې، یو قدم شاهتګ یې کړی.
https://www.facebook.com/icc/photos/a.163728620312909/4537414586277602/?type=3