د مجیب په نشتون کې د پنجاب ماته؛ لاملونه یې هم لوستلی شئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د سلو توپ اچوونکي مجیب ځدراڼ په نشتون کې یې د هند پریمیرلیګ لوبډلې کینګز ایلیون پنجاب ماتې وخوړه.
پنجاب لوبډلې خپله دغه سیالۍ د مخکښې د کلکتې نایټ رايډرز لوبډلې په مقابل کې وبایلله.
کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په دغه سیالۍ کې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د څلورو ویکټو په لوېدو ۲۱۶ منډې تر سره کړې.
که څه هم کریس لین او سونیل نارین د کلکتې لوبډلې لپاره ښه پيل ونه کړ او لین په ۱۰ او نارین په ۲۴ منډو خپلې ویکټې له لاسه ورکړه خو ترې وروسته اوتاپا د ۶۷ او نتیش رانا د ۶۳ منډو په کولو د خپلې لوبډلې لپاره ښه لوبه وکړه.

لوبه د پنجاب لوبډلې لپاره هغه وخت لا سخته شوه چې کله د کلکتې د بریدګر توپ وهونکي انډري رسل ویکټ په نوبال ولوېده.
رسل هم له موقعې پوره استفاده وکړه او ۱۷ توپونو یې تېزې ۴۸ منډې جوړې کړې.
د پنجاب لوبډلې له لوري انډریو ټای، شامي، ویرون او ویژیون یوه یوه ویکټ تر لاسه کړه خو افغان جادوګر سلو توپ اچوونکي مجیب ځدراڼ ته یې په دغه سیالۍ کې موقع نه وه ورکړې.
په مقابل کې د پنجاب لوبډلې پيل ښه نه وه او لوکیش راهول په یوه منډه وسوځېده، کریس ګېل بیا ۲۰ منډې وکړې، ملیر که څه هم د خپلې لوبډلې په ګټه ۵۹ ناسوځېدلې منډې تر سره کړې خو ویې نشو کولی خپله لوبډله بریا ته ورسوي.
میلر په ۴۰ توپونه دغه منډې ترسره کړې او مندیپ سنګ بیا ۳۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.
پنجاب لوبډلې د ۴ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۹۰ منډې تر سره کړې او لوبه یې د کلکتې لوبډلې ته وبایلله.
فیرګوسن او چاوله یو یو لوبغاړی وسوځاوه او انډري رسل د کریس د قیمتي ویکټې سره دوه لوبغاړي بېرته پاویلین ته ستانه کړل.
د لوبې غوره لوبغاړی هم انډري رسل ونومول شو.
د دې ماتې ستر علتونه ښايي دا وبلل شي:
لومړی علت
د کرکټ پوهان د دې لوبې د بایلود ستر علت په اټېک اورونو کې د محیب ځدران نشتون بللی.
مجیب ځدران چې په نوي بال ښه توپ اچونه کوي او توپ وهونکي د غټ شاټ وهلو ته نه پرېږدي.
په تېره لوبه کې هم د مجیب ستر لاس و، چې په اتلسم اوور کې یې دوه وېکټې واخېستې او یواځې ۷ منډې یې ورکړې، د مجیب اوور لوبه له راجستان څخه واخېسته او پنجاب ته یې په بریا بدله کړه.
مجیب ځدران په آې پي ایل کې په کابو ۶ ایکانومي توپ اچونه کړې او پرونۍ لوبه کې چې ونه لوبېد له دوهم اوور څخه لوبه د پنجاب لوبډلې څخه بې کنټروله شوه.
د کرکټ ماهرینو ویلي دا د پنجاب د غوراوي کمېټې او اشوېن د لوبډلمشرۍ تېروتنې وې، چې مجیب یې وانخېست او لوبه یې وبایلله.
دوهم علت
د مجیب الرحمن پر ځای هندوستانی ۲۷ کلن وارون چکراورتي لوبول د پنجاب د سترې ماتې سبب و.
چکروارتي د دایرې اورونوته راوغوښتل شو، نو په خپل لومړي اوور کې یې ۲۵ منډې ورکړې، سونېل نرې پرې درې شپږیزې او دوه څلوریزې ووهلې.
اشوېن چکروارتي ته د مجیب ځدران خیال وکړ، چې ښایي ښه توپ اچونه به وکړي، خو خبر نه و، چې مجیب ځدران د اف برېک او لېګ برېک دواړو وړتیاوې لري، کله چې لومړۍ لوبه کې بېن سټوکس په مجیب ځدران شپږیزه ووهله، ورپسې بال یې لېګ برېک ګوګلي وغورځاوه او بېڼ سټوکس یې رخصت کړ.

دریم علت
د پنجاب د تېرې لوبې د بایللو بل علت د رسل د اوټ کېدو پرمهال د محمدشمي له خوا د فري هېټ ترسره کول و.
رسل هغه مهال رسل په ۱۲ منډو سوځېدلی و؛ خو فري هېټ هغه ته چانس ورکړ، ۴۸ منډې وکړې او سترې شپږیزې ووهي.
د رسل ستر هېټېنګ و، چې هدف یې تر ۲۱۸ ورساوه.
که ټارګېټ تر ۲۰۰ و، بیا پنجاب پوره کولای شوای.
که پنجاب د لوبو ګټل غواړي مجیب ځدران باید یوه لوبه کې مېس نه کړي او باید وې یې لوبوي.
پنجاب د شنبې په ورځ د ماسپښين په درې بجو له ممبيي لوبډلې سره لوبه لري، په دې لوبه کې باید مجیب خامخا ولوبوي.