مجیب نړیواله درجه بندۍ کې اتم مقام ته ورسید

سپینه تجريدي ډیزاین

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان سپینر مجیب الرحمن ځدران ته د کرکټ اسیا جام سیالیو پر مهال د بنګله دیش خلاف لوبیدو ګټه په روانه اونۍ کې ورسیده.

نوموړي د بنګله دیش خلاف د کرکټ اسیا جام سیالیو پر مهال په خپلو ۸.۱ اورونو کې د ۲۸ منډو په ورکړې سره د ۲ لوبغاړو په سوځولو د خپل کرکټ کیریر بهترینه بالینګ ترسره کړ، چې اوس نوموړی په دغه کار کردګۍ سره د کرکټ نړیوالې شورا د ۵۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې ۸ م مقام ته را ورسید.

 په دغه اعلان شوې درجه بندۍ کې لا هم هندی تیز بالر جسپریت بومرا په لمړي مقام کې، خو ورپسې افغان راشد خان دویم ځای کې دی.

 ځوان مجیب الرحمن چې په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته لار پیدا کړې، ورسره هم مهاله د کرکټ نړۍ په سترو تجارتي سیالیو کې هم ولوبید، چې لا هم په بهترینه ریدم کې دی.

 دغه افغان لوبغاړی اوس مهال د اسټرالیا د کورنیو بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د بریسبان هیټ لوبډلې په ګټه لوبیږي، چې تر دې مهاله یې په ۸ لوبو کې ۸ ویکټې ترلاسه کړې دي او د دغه لوبډلې کلیدي سپین بالر شمیرل کیږي.

 د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سپین توپ اچونکو شمیره او پرمختګ په خورا چټکۍ سره روان دی، چې ورسره د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریاوو کې هم ستر رول لوبوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.