افغانستان چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې پکې کرکټ عام شوی په دې لړ کې یې ډېر سپېن بالران د کرکټ ډګرونو ته وړاندې کړي دي، چې پکې د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ راشدخان او مجیب ځدران د نړۍ په کچه مشهور دي.
مجیب ځدران په ۲۱ مه پېړۍ کې زېږېدلی او ۱۷ کاله عمر لري؛ خورا ښه بالر ثابت شوی. هغه د افغانستان د ملي لوبډلې سربېره په نړیوالو سوداګریزو لیګونو کې لوبېدلی او د لوبېدو دا لړۍ لاهم روانه ده.
اوس تازه په ټي ټېن سوداګریزلیګ کې د لوبېدولپاره عربي متحده اماراتوکې دی. نوموړي په انسټګرام کې ویلي، چې له ما څخه کولی شئ وپوښتئ. له هغه څخه د هغه یو هندي مینه وال غوښتي، چې د ایم ایس ډوني په اړه یو څو کلمې ووایي. دا تن د ډوني ډېر زیات مینه وال هم دی.
مجیب ځدران ډوني یو خوږ او په زړه پورې انسان یاد کړی او هغه ته یې دعاوې کړي دي.
مجیب ځدران د افغانستان لپاره په ۲۳ یو ورځنیو لوبو کې ګډون کړی او ۷ یې شل اوریزه لوبې کړي دي.
یوه ټېسټ لوبه یې د هندوستان خلاف وکړه، چې ۹ اورونو کې یې ۴۴ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
مجیب د ۲۰۱۸ م کال په اې پي ایل سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د پنجاب لوبډلې وپېره، چې له ښې کارکرده ګۍ وروسته ژوبل شو او پاتې لوبې یې بیا ترسره نه کړې او لوبډله یې هم په لومړي پړاو کې له لوبو بېرون شوه.
مجیب ویلي زه فکر کوم، چې ډوني یو خوږ انسان دی. دا ځواب د ډوني په مینه وال خورا ښه ولګېد، ډیر یې خوشحال کړ او مننه یې وکړه.
په ۲۰۱۸ م کال کې مجیب، د ډوني پر وړاندې توپ اچوونه وکړه، چې له یوې، یوې منډې پرته یې څلوریزې او شپږیزې ته ډوني پرېنښود. هغه مهال ډوني د مجیب صفت هم کړی و، چې ښه بالر دی.
مجیب ځدران اوس په عربي متحده اماراتو کې د ټي ټېن لیګ په درشل کې له بېنګال ټایګرز لوبډلې سره ملګری شوی دی، له ده سره په لوبډله کې افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل هم شته.
دا چې مجیب به په دغه لیګ کې د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ څومره وځلېږي، لوبې یې ګورو او تاسو ته د یاران وېب سایټ له لارې معلومات درکوو.