ژباړه: عطا محمد میاخېل
خپلو موخو او په شنو ټیک مارکونو سره د خپل کاري پروګرام د خانه خالیو ډکېدو ته د رسېدو لپاره، د وخت د مدیریت تر نامه لاندې مهمو وړتیاوو ته اړتیا لرئ، غوره ده، پوه شئ، چې بریالي انسانان په دې برخه کې څه ډول کړنې ترسره کوي.
د وخت د ښه مدیریت لپاره، اووه هوښیارانه او اغېزناک تخنیکونه
د وخت د مدیریت لرل، اوس د ځینو انسانانو لپاره یوه اندېښنه ګڼل کېږي. په هغه نړۍ کې چې له ګډوډونکو حواسو څخه ډکه ده، په ډېرې آسانۍ سره کولای شو، چې خپل وخت بېځایه تېر کړو او خپلې زرینې ورځې په هغو فعالیتونو سره، چې دومره زیات مهم نه دي، تېرې کړو. دا چې وخت یې را رسېدلی دی، ترڅو د خپل ورځني وخت د مدیریت وړتیا په خپل لاس کې واخلو، په دې کې لیکنه کې هوډ لرو، چې تاسو ته په دې برخه کې لارښوونه وکړو.
۱ ـــ خپلې ورځنۍ موخې مجسمې کړئ
هره ورځ سهار وروسته له دې، چې له خپله ځایه را پاڅېږئ، لومړۍ هغه موخې، چې په ورځ کې یې لرئ، مجسمې کړئ او خپلې حافظې ته یې وسپارئ. پام مو وي، چې دا موخې یوازې په کار او دنده کې نه شاملېږي او کولای شئ، له خپلې کورنۍ سره د وخت تېرولو لپاره، یو وخت ځانګړی کړئ او له خپلې کورنۍ سره، له وخت تېرولو څخه خوند واخلئ. د دې موخې د نه هېرېدو لپاره، کولای شئ د یاددښت له یوې کتابچې څخه ګټه واخلئ او هر ورځ سهار په لیکلو باندې یې شاوخوا پنځه دقیقې وخت تېر کړئ.
۲ ـــ له هغو کارونو څخه، چې د ترسره کولو هوډ یې لرئ، ډډه مه کوئ
موږ انسانان سر بېره پر هغو تصمیمونو، چې د ژوند لپاره یې نیسو، د هر کار په اړه به دا اروایي فشار ولرو، چې ترسره به یې کړم او که نه. که هغه کارونه، چې غواړئ له ترسره کولو څخه یې ډډه وکړئ، تل به مو په حافظه کې پاتې شي او په هېڅ وجه به یې هېر نه کړئ، که څه هم کوم وخت مو چې د ترسره کولو لپاره یې ټاکل و، تېر شوی وي، خو بیا به مو هم په یاد کې پاتې شي.
په هغو وختونو کې چې استراحت کوئ، یوازې بدن به مو په استراحت باندې متمرکز پاتې نه شي او ستاسو کارونه او پروګرامونه به پیل کړي او تاسو ته د زیان رسولو سبب به شي او د استراحت ټول وخت به مو باطل او له اروایي فشار څخه ډک کړي. په بشپړه توګه دا ډول تفکرات او اروایي فشارونه مو د یو ځل لپاره تجربه کړي دي او کولای شو په ښه توګه پایله واخلو، چې ټول کارونه مو په وخت سره ترسره کړئ او له ترسره کولو څخه یې حتا د یوې دقیقې لپاره هم لټي مه کوئ او ګډوډونکو حواسو ته اجازه مه ورکوئ.
۳ ـــ د وخت مشخص کول
ښایي دا ټاکنه ستاسو لپاره لږ څه آشنا وي، په داسې ډول کله چې تاسو ته دنده درکول کېږي، د هغه مهلت پر بنسټ، چې له مخکې نه ټاکل شوی دی، باید ترسره یې کړئ او د هغو کارونو لپاره، چې تاسو یې نه شئ ترسره کولای، په بشپړه توګه نورو ته یې سپارئ.
د هر کار وخت او مهلت چې تاسو ته درکول کېږی، د هغه په اړه ستاسو د خوځښت او تحرک سبب ګرځي، ترڅو په وخت سره یې ترسره کړئ او دا ډېره زیاته مهمه ده او د یوه کار د ترسره کولو لپاره د وخت په تنظیم سره، داسې ورپورې نښلئ، ترڅو یې پای ته ورسوئ.
که تاسو دا وخت نالیدلی ونیسئ او د هغه په اړه د خپلو متضادو غوښتنو پر بنسټ دنده ترسره کړئ، په بشپړه توګه ستاسو کمزوری او بې پایښته مدیریت، د دې مورد لامل دی او باید په خپل ځان کې دا ځانګړتیا پیاوړې کړئ.
۴ ـــ د هغو کارونو لېست جوړ کړئ، کوم چې باید ترسره یې کړئ
یو بل غوره کار، چې کولای شئ، په دې برخه کې یې ترسره کړئ، دا دی، چې د هغو کارونو یو لېست جوړ کړئ، کوم چې باید ترسره یې کړئ. په دې لېست کې هغه کارونه ولیکئ، کوم چې هرومرو یې باید ترسره کړئ او دا کار د دې سبب ګرځي، چې ټول په خپل وخت او پرته له کوم اروایي فشار څخه یې ترسره کړئ.
دا چاره به تاسو ته د لیدلو وړتیا درکړي او کولای شئ، خپل ټول کارونه درک کړئ او د هر یوه لپاره یې اړینې څارنې ترسره کړئ او یوه بله ښېګڼه یې د خپلو کارونو نه هېرېدا ده او کولای شئ، په ډېرې هوساینې سره یې ترسره کړئ.
۵ ـــ په یوه وخت د څو کارونو ترسره کول ودروئ
ډېری کسان په دې باور دي، چې کولای شي، له کومې تېروتنې او نیمګړتیا پرته په هم مهالې توګه څو کارونه ترسره کړي، ښایي په ځینو کې دا وړتیا وي، خو په ټوله کې نه شو کولای، چې څو کارونه په هم مهالې توګه ترسره کړو.
په لومړیتوب بندۍ سره کولای شئ، چې خپل کارونه په غوره پروګرام جوړونې او په ښه توګه ترسره کړئ او که کارونه مو په دې بڼه پرمخ یوسئ، نو په هر کار باندې به ډېر زیات تمرکز ولرئ، له دې امله سپارښتنه کېږي، چې په هم مهالې توګه د کارونو له نیمګړي ترسره کولو څخه ډډه وکړئ او کارونه مو په مناسبې پروګرام جوړونې او سمې لومړیتوب بندۍ سره ترسره کړئ.
۶ ـــ خپل ځان ته ډالۍ ورکړئ
کله چې تاسو خپل کار په ښه توګه ترسره کوئ، نو خپل ځان ته ډالۍ ورکړئ او دا په دې مانا نه ده، چې تاسو د خپل ځان لپاره یوه لویه مېلمستیا جوړه کړئ. ځینې داسې عادت شوي دي، چې د هر کار له پای ته رسولو څخه وروسته بهر ووځي او پاکه هوا تنفس کړي او خوښ او خوشاله بېرته کور ته را وګرځي.
یوازې دې ته مو پام وي، چې په دې کړنه باندې له بریده زیات وخت مصرف نه کړئ، د بېلګې په توګه: د لمانځلو لپاره یو ستر کیک مه اخلئ او دا ډول آیډیا په بشپړه توګه ناسمه ده او په جدي توګه ترې ډډه وکړئ، یو کوچنی کیک واخلئ او له خوړلو څخه یې خوند واخلئ.
۷ ـــ د استراحت لپاره یو وخت مشخص کړئ
تل هڅه وکړئ، هغه کارونه، چې تاسو ته یې وړاندیز کېږي، په اړه یې ښه فکر وکړئ، چې ترسره کولای یې شئ او که نه، دا چې ډاډه شوئ، چې ترسره کولای یې شئ، نو پر غاړه یې واخلئ.
که له فکر کولو پرته یې ترسره کړئ، ښایي پکې ډوب شئ او هر څه چې هڅه وکړئ، نو تر یوه بریده به د دې شونتیا نه وي، چې ترسره یې کړئ او په خپل ځان باندې د فشار په راوستلو سره، د نه جبرانېدونکو ستونزو د رامنځته کېدو سبب ګرځئ او سپارښتنه کېږي، چې په اندازه کار وکړئ او د استراحت لپاره یو وخت په پام کې وینسئ. د پورته یادو شویو تګلارو په مرسته کولای شئ، خپل وخت په غوره بڼه مدیریت کړئ.