د ډهوني اکاډمي په انلاين ډول د کريکټ روزنيز کورسونه پيلوي.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان کريکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مهندراسينګ ډهوني د کريکټ اکاډمۍ له لورې په انلاين ډول روزنه پيليږي.
د ممبی مېرور د راپور له مخې، ددې اکاډمۍ له لورې به د کريکټرانو د روزنې چارې د جولای په دويمه پيل سي ،چې ټولې جارې به يې د اراکا سپورټس پرايويټ لمېټډ تر چتر لاندې پرمخ وړل کېږي.

د اراکا يو پانګوال ممبی مېرور ته ويلې چې موږ په بشپړ ډول چمتوالی لرو تر څو په انلاين ډول د کرېکټ روزنه ورکړو،دوی وايي موږ تر ۲۰۰ ډېر روزونکې په دندو ګمارلي دي،چې ډهوني به يې د عمومي مشر په حیث کار کوي او د روزونکو يو هيئت به درسونه چمتو کوي.
دې پانګوال داهم ويلي چې تر هند وروسته به ډېر ژر ددې اکاډمۍ انلاين خدمتونه په نړيواله کچه وغزوي.
پدې پروژې کې د سويلي افريقا پخوانی کريکټر ډاريل کارينان هم شامل دی چې د ښوونې او روزنې د لارښود په توګه به دنده اجرا کوي.

يو کال کېږي چې مهندرا سينګ ډهوني نړيوال کرېکټ ته بيرته ندی راستون سوی، پداسې حال کې چې ډهوني ونه توانېدی چې د ۲۰۱۹ز نړيوال جام نيمه پايلوبه د نيوزلينډ څخه وګټي.

د کريکټ مبصرين او لوبغاړې پدې باور دې چې ډهوني به بيا هيڅکله ابې رنګه يونيفورم وانه غوندي.