د هندوستانۍ لوبډلې پخوانی بریالی لوبډلمشر د هند لپاره د ریکارډ په درشل کې دی، هغه ته یواځې یوه منډه پاتې ده، چې د هندوستان لپاره د دریم غوره لوبغاړي په توګه لس زره منډې ثبت کړي.
ایم ایس ډوني، چې په ۲۰۰۷ م کال کې د هندوستانۍ لوبډلې لوبډلمشر شو او تر اوږدې مودې وروسته په ۲۰۱۶ م کال کې له لوبډلمشرۍ لاس په سر شو؛ اوس تر ټېنډولکر او اوسني لوبډلمشر ویرات کولي څخه وروسته دریم لوبغاړی دی، چې یو ورځنیو لوبوکې ۱۰ زره منډې کوي.
ډوني په ۲۰۰۷ م کال کې په یوه لوبه کې د سهیلي افریقا د کرکټ بورډ د یوولس کسیزې لوبډلې خلاف ۱۷۴ منډې کړې وې.
ډوڼي تر دې دمه په ۱۷۴ پاڼیو توپ وهنه کې ۹ زره ۹ سوه او ۹۹ منډې کړي دي او یوه منډه یې لس زرو منډو ته پاتې ده.
تر ده وړاندې ټېنډولکر او ویرات کولي لس، لس زره منډې جوړې کړي دي.
د پنجشنبې په ورځ د نومبر په لومړۍ نېټه ویسټ انډیزۍ لوبډلې له هندوستان سره پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه وکړه، چې هندوستان دغه لوبه په ۹ وېکټو وګټله، روهېت شرما ۶۳ ناسوځېدلې منډې وکړې، په دغې لوبه کې ډوني ته موقع ونه موندل شوه، چې توپ وهنه وکړي او ریکارډ جوړ کړي.
تر دې وړاندې لوبه کې یې په ۱۵ توپونو ۲۳ منډې وکړې.
ډوني په یو ورځنیو لوبو کې په منځنۍ وېکټ یا پنځمه او شپږمه وېکټ توپ وهنې ته راځي، چې ډېری وخت د هندوستان لپاره لوبه را اړوي او د یو هېټر توپ وهونکي رول لوبوي.
ډوني اوس ۳۷ کاله عمر لري، نوموړي په خپله لوبډلمشرۍ کې د ۲۰۰۷ م کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې هندوستان ته درې اتلولۍ ګټلي دي.
په ۲۰۰۷ م کال کې یې نړیوال پنځوس اوریزجام وګاټه، په ۲۰۱۱ م کال کې یې یو ځل بیا نړیوال پنځوس اوریزجام وګاټه او په ۲۰۱۳ م کال کې د نړۍ اتلولۍ جام سیالیو اتلولي هم وګټله، چې د دغو سترو بریاوو وروسته نوموړی د هندوستانیانو په منځ کې ځانګړی محبوبیت لري.
د دې سربېره نوموړي درې ځلې د اې پي ایل یا هندوستان سوداګریز لیګ اتلولۍ هم ګټلي دي، هغه د چینای سوپر کېنګز لوبډلمشري کوي، چې درې ځلې یې دغه اتلولۍ ګټلي، ۲۰۱۱ م کال، ۲۰۱۲ م کال او ۲۰۱۸ م کال کې نوموړي د اې پي ایل اتلولۍ واخېستې.
ویل کیږي تر ۲۰۱۹ م کال وروستیو پورې به نوموړی له هندوستانۍ لوبډلې سره وي او هغه به په دې دوران کې خپلې تجربې هم شریکوي او وېکټ ساتنه به هم کوي.
ایم ایس ډوني یواځېنی لوبغاړی دی، چې تر دې دمه یې په وېکټ ساتنه کې ډېر سټمپ اوټونه ترسره کړي دي.
نوموړي شا اوخوا ۱۱۲ سټمپ اوټونه کړي دي.
د دې ترڅنګ نوموړی په لوبډلمشرۍ یا کېپټن سۍ کې ځانګړی رول لري.