د مور د مقام او ارزښت په اړه د پوهانو خبرې

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل
ـــ پرېږدئ، چې فرانسه ښې میندې ولري، ترڅو په راتلونکې کې، ښه اولادونه ولري. (ناپېلیون بناپارت)
ـــ په کوچنیوالي کې مور مې دا احساس را کړ، چې هرڅه شوني دي او زه په دې باندې باور لرم. (هاوارډ شولټز)
ـــ د مور دعاګانو مې تل زه څارلی یم، هغوی تل زما په ژوند پورې نښتې دي. (آبراهام لینکلن)
ـــ کله چې مور وي، نو هېڅکله په خپلو افکارو کې یوازې نه یاست، هره مور، د هر څیز په اړه دوه ځله فکر کوي، یو ځل د ځان او بل ځل د خپل اولاد لپاره. (سوفیا لورن)
ـــ مور په کور کې د زړونو مقناطیس او قطبي ستوری دی. (سمایلز)
ـــ مور چې فاسده شي، نو ټولنه هم فاسدېږي. (سمایلز)
ـــ هغه بېلګه چې تل د ماشوم په سترګو کې وي، مور ده. (سمایلز)
ـــ یوازې میندې کولای شي، چې د راتلونکې په اړه فکر وکړي، ځکه چې هغوی د خپلو اولادونو په زېږون سره، راتلونکې جوړه کړې ده. (ماکسیم ګورکي)
ـــ شل کاله وخت نیسي، ترڅو یوه مور له خپل زوی څخه یو نارینه جوړ کړي او بله ښځه په شلو دقیقو کې له هغه څخه یو احمق جوړوي. (رابرټ فراسټ)
ـــ زما مېرمن هغه ښځه ده، چې له خپلې مور څخه پرته هېڅ ځای ته نه ځي او مور یې هر ځای ته ځي. (جان باریمور)
ـــ دا چې مور وایي: غواړې چې نصیحت درته وکړم؟، یوازې یو تعارف او مهرباني ده. که ځواب دې مثبت او یا منفي، په دواړو حالتونو کې به هغه نصیحت ترلاسه کړې. (ارما بومبک)
ـــ مور مې زما په خاطر ډېر زیات کړاونه ګاللي دي، خو فکر کوم، چې په ژوند کې یې له دې ټولو کړاوونو څخه خوند اخیستی دی. (مارک تواین)
ـــ خلک فکر کوي، چې زه ډېر زیات زړور یم، خو زړورتیا مې په کورنۍ کې، مېرمن، درې لورګانې او مور مې ده. (جېم والوانو)
ـــ ماشوم له مور او پلار سره امانت دی او د هغه زړه هماغه سپېڅلی جوهر دی، چې له هر ډول زیان څخه پاک دی. (امام غزالي)
ـــ زما د ږیرې څه نا څه وېښتان سپین شوي وو، خو کله چې مور زما په هلکه خبرې کولې، خلکو داسې فکر کاوه، چې زوی یې کوچنی هلک دی، چې د مور شیدې روي . (اناتول فرانس)
ـــ مور د حق رڼا ده، د هغې رضا د رب رضا ده، باید خپل خدای (ج) راضي وساتو. (اناتول فرانس)
ـــ تر ټولو تړاوونو ( پیوندونو) ښه او ټینګ پیوند هغه دی، چې د مور او زوی ترمنځ دی. (نامعلوم)
ـــ که چېرې مور نه وي، د انسان جسم نه جوړېږي او که چېرې کتاب نه وي، نو د انسان روح نه روزل کېږي. (پلوتارک)
ـــ زه نه یم هڅول شوی، چې د لیکوالۍ مسلک وڅارم، ځکه مور او پلار مې فکر کاوه، چې له لوږې به مړ شم، هغوی داسې فکر کاوه، چې په برازیل کې هېڅوک نه شي کولای، چې د لیکوالۍ له لارې خپله روزي تر لاسه کړي، هغوی په حقه وو. (پائولو کوئیلو)
ـــ مور مې ویل: مینه یوه شپه ده او پېښماني زر شپې، مګر پېښماني مې زر شپې ده، چې ولې مې یوه شپه مینه نه ده کړې. ( ډاکټر علي شریعتي)
ـــ له خپل مور او پلار سره داسې چلند وکړه، لکه څنګه چې له خپلو اولادونو څخه یې تمه لرې. (سقراط)
ـــ مور د ټولنې بنسټ دی. (شکسپیر)
ـــ له ټولو مهربانیو څخه یې را غونډ کړي شیان او یوه مور یې ترې جوړه کړې ده. (شکسپیر)
ـــ د ژوند لومړنی درس، چې باید مور او پلار یې خپلو اولادونو ته ور زده کړي، رښتینولي ده. (شوپنهاور)
ـــ مور په یوه لاس زانګو، زنګوي او په بل لاس جهان ښوروي. (ناپېلیون بناپارت)
ـــ د هېواد د ودانۍ او پرمختګ له پاره د نورو پریمانه شیانو تر څنګ تر ټولو زیات د سپېڅلو میندو پالنې او روزنې ته اړ یو. (ناپېلیون بناپارت)
ـــ موږ ټول یو شان له میندو زېږېدلي یو، یوازې ښه والی او پرهېز ګاري مو ترمنځ برید ټاکي. (ولتر)
ـــ مور د ژوند سمبول، مینه او محبت دی. (ولتر)
ـــ د ماشومانو راتلونکې د مور او پلار په روزنه پورې تړاو لري. (ویکتور هوګو)
ـــ اې مورې! ته به د سپېڅلي ستوري په شان د ابدیت په آسمان کې ځلانده پاتې شې. (کارل ایمرمان)
ـــ ترټولو ښه او نېک اولادونه هغه دي، چې په خپلو کړنو سره، د مور او پلار د ویاړ سبب وګرځي. (ویکتور هوګو)
ـــ مور د طبیعت شاهکار دی. (ګوته)
ـــ مور یوازینی موجود دی، چې د پاکې مینې په حقیقت باندې پوهېږي. (انوره دو بالزاک)
ـــ یوه ښه مور د سلو ښوونکو ارزښت لري. (جورج هربرټ)
ـــ له مینې څخه کرکه لرم، د دې لپاره، چې د لومړي ځل لپاره مین شوم، خپله مور مې هېره کړه. (مارک تواین)
ـــ په نړۍ کې زما لپاره دوه انځورونه ښکلي دي. د ګل انځور او د مور انځور مې. (انوره دوبالزاک)
ـــ ښایي یوه مور له خپل بالغ زوی سره مخالفت وکړي، خو هېڅکله نه شي کولای، چې له خپل هغه کوچني ماشوم سره مخالفت وکړي، کوم چې خپل لاسونه یې د هغې په لور غځولي وي، ترڅو په غېږه کې یې واخلي. (ماریا فون ټراپ)
ـــ اولادونه مو ستاسو د افکارو استازیتوب کوي، هغوی د هغو جملو په څېر دي، چې ستاسو باورونه بیانوي. (ژاکلین جکسن)
ـــ د ښځې فضیلت په مورتوب کې دی، هغه ښځه، چې مور نه ده، یو نیمګړی موجود دی. (انوره دوبالزاک)
ـــ تر ټولو سپېڅلی او مینه ناک لید د خپل مور او پلار په سترګو کې ولټوئ. (ستر ارد)
ـــ مور کېدل د فضیلت او بشپړتیا پړاو دی. (الکساندر دوما)
ـــ هغه درسونه، چې د مور په زنګانه زده شوي دي او هغه زده کړې، چې پلار ورکړي دي، له هغو خوږو کیسو سره، چې د بخارۍ ترڅنګ اورېدل شوې دي، هغه خوږې خاطرې دي، چې هېڅکله په بشپړه توګه له یاده نه وځي. (لامنه)
ـــ د مور او پلار ټاکل، هېڅکله د انسان په خپل لاس نه دي، خو د خاوند د مور او د مېرمنې د مور ټاکل د انسان په خپل لاس دي. (پرل پاک)
ـــ تاک له ښې خاورې او نجلۍ له ښې او اصیلې مور څخه وټاکئ. (چیني متل)
ـــ مور هغه فرد نه دی، چې پرې تکیه وکړو، بلکې هغه څوک دی، چې موږ په نورو باندې له تکیه کولو څخه بې اړتیا کوي. (دوروټي کانفېلډ فېشر)
ـــ که چېرې په خپل کار کې بریالي نه یاست، نو خپل مور او پلار مه رټئ، له نالښت او شکایت څخه لاس په سر شئ او له خپلو غلطیو څخه درس واخلئ. (بېل ګېټس)
ـــ یوازې مور او پلار د خپل اولاد غوښتنې، پرته له کومې تمې پوره کوي. (ستراُرد)
ـــ آسمان هغه مهربانه مورده، که چېرې نه وای، نو ځمکه به له ډېرې تندې او وچووالي څخه مړه شوې وای. (داروین)
ـــ تر ټولو غوره لار، چې په مرسته یې یوه مور او یا یو پلار کولای شي، د خپلو اولادونو پام ځانته راواړوي، داده، چې خبرو ته یې په ډېرې آرامۍ سره غوږ ونیسي. (لین اولین هاوس)
ـــ د مور زړه په دې کچه پراخ دی، چې تل کولای شئ، په هغه کې بښنه او تېرېدنه پیدا کړئ. (انوره دوبالزاک)
ـــ تکرار او تمرین د مهارت مور ده. (جېم ران)