په یوه کال کې چا زیات کرکټ کړی؟ دلته د افغانانو په شمول د نړۍ ډیر کرکټ کوونکي درپيژنو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: سمیع الله هلال
دا به درته معلومه شي، چې په یو کال کې چا زیات کرېکټ کړی او ډېرې ورځې د کرېکټ په ډګر کې پاتې شوی؟
د سویلې افریقا هېواد لوبغاړی ډین ویلز د نړۍ هغه لوبغاړی دی، چې په یو کال کې یې زیاتې لوبې ترسره کړي.

د انګلستان جوني بریسټوا او جوروټ بیا هغه لوبغاړي دي، چې په کال کې هرې څلور ورځې وروسته د کرېکټ لوبه یې کړې.
دهند وتلی لوبغاړی ویرات کوهلي بیا هغه لوبغاړی دی، چې په یو کال کې یې په کرېکټ کې د زیاتو بالونو مخه کړې.
د نوې زيلاند لوبغاړی جیتن پټیل په یو کال کې تر ټولو زیات توپونه غورځولي.
او د افغانستان وتلی کرېکټر راشد بیا د هغه لوبغاړو په سر کې راغلی، چې د زیاتې شل اوریزې لوبې کړي او تر ټولو زیات ګرځېدلی.
د سویلې افریقې ډین ویلز د تېر کال سپټمبر اولې نه تر همدې کال د اګست ۳۱ نېټې پورې ۱۳۰ ورځې په لوړه درجه کرېکټ یعنې غټ لیول کرېکټ ترسره کړی لکه فرسټ کلاس، لیسټ ای او شل اوریزې لوبې.
د انګلستان جوني بریسټوا بیا تېر کال ۹۱ ورځې نړیوالې لوبې ترسره کړي، بریسټوا ځان د فوټبال له وتلي ستوري لیونل میسي او ایډن هازرد سره برابر کړی، دوی هم دومره ورځې د فوټبال سیالۍ ترسره کړي.
له دې مخکې چې نړیوال لیګونه نه ترسره کېدل، دومره لوبغاړو کرېکټ نه ترسره کاوه، خو د ای پي ایل د لومړي پړاو وروسته کرېکټ زیات شوی د ۲۰۰۷ کال او ۲۰۰۸ کال په مېنځ کې د اسټرالیا هېواد وتلی چپ لاس توپ وهونکی ډیوډ هسي په کال کې ۱۳۷ ورځې په لوړه درجه کرېکټ ترسره کړی و. مارټین وان جیرسویلډ او جسټین لینګر بیا د سویلي افریقا هېواد لوبغاړي ډین ویلز سره یو شان ۱۳۰ ورځې په لوړه درجه کرېکټ ترسره کړی.
او نړیوالو لوبو کې بیا فال کالینګ وډ د خپل هم وطن جوني بریسټوا سره یو شان ۹۱ ورځې کرېکټ کې پاتې شوی وو.
لاندې هغه ګراف کتلای شئ، چې په لویه درجه کوم لوبغاړو زیاتې لوبې ترسره کړي، لکه فرسټ کلاس، لیسټ ای او شل اوریزې لوبې:

د مصروفیت او په کرېکټ کې د بوختیا له پلوه هم ډین ویلز چې ۲۰۱۶ کال نه وروسته یې کومه نړیواله لوبه نه ده ترسره کړې بیا هم یو مصروفه لوبغاړی یاد شوی، ویلز هرې دوه یا درې ورځې وروسته د کرېکټ لوبه ترسره کړې، ویلز ځان ته په توپ وهنه کې نه دی پاتې شوی، بلکې په توپ وهنه کې يې هم ځان مصروفه کړی په ۶۵ لوبو کې یې ۴۸ لوبغاړي سوځولي.
د انګلستان جوني بریسټوا په کال کې زیات نړیوال کرېکټ ترسره کړی، جو روټ په دوهم نمبراو د سرېلنکا وېکټ ساتونکی نیروشان ډکویلا د جدول په درېیم نمبر کې دی.
لاندې هغه جدول دی، چې په یو کال کې یې زیاتې ورځې په نړیوال کرېکټ کې تېرې کړي.

په پورته جدول کې دوه انګلستاني، دوه سرېلکايي او دوه هندي لوبغاړي شامل دي.
دا هم د یادولو ده، چې دوه په کې وېکټ ساتونکي، دوه لوبډلمشران او معیاري توپ وهونکي او یو تېز توپ اچونکي او یو الراونډر شامل دی.
خو د هغو لوبغاړو په سر کې چې تېر کال یې په زیاتو لوبدلو کې لوبه ترسره کړې، د نړۍ او افغانستان ستوری لوبغاړی راشد خان دی، راشد په تېر کال کې په اته لوبډلو کې لوبه ترسره کړې، د پاکستان الراونډر لوبغاړی شعیب ملک بیا په دوهم مقام کې قرار لري نوموړي په تېر کال کې د اوه لوبډلو سره لوبه ترسره کړې، چې پنځه یې د داخل د پاکستان لوبډلې دي، خو راشد بیا د په دوه د کورنیو لوبډلو او شپږ بهرنیو لوبډلو کې لوبې ترسره کړي.

اوس به هغو لوبغاړو ته راشو، چې کومو لوبغاړو په زیاتو هېوادونو کې لوبې ترسره کړي، د جدول په لومړۍ کرښه کې د افغانستان نه دوه ستوري لوبغاړي راشد خان او محمد نبي دي، چې په زیاتو هېوادونو کې یې لوبې ترسره کړي او په درېیم مقام کې بیا د پاکستان لوبغاړی شعیب ملک شتون لري.

د هغو لوبغاړو په سر کې راشد خان راغلی، چې زیاتې شل اوریزې لوبې یې ترسره کړي، راشد خان په تېر کال کې ۶۵ شل اوریزې لوبې ترسره کړي، د ویسټ انډیز دیوان براو بیا ۵۰ شل ارویزې لوبې ترسره کړي او سونیل ناراین بیا ۴۸ شل اوریزې لوبې په تېر کال کې ترسره کړي.
لاندې يې وګورئ، چې کومو لوبغاړو په تېر کال کې زیاتې شل اوریزې لوبې ترسره کړي:

د هغو لوبغاړو په سر کې چې زیات توپونه یې لوبولي د هند وتلی لوبغاړی او اوسنی لوبډلمشر ویرات کوهلي راغلی، نوموړي چې تېر یو کال یې هيڅ کوم کورنی کرېکټ نه دی ترسره کړی او نه یې کوم لیسټ ای او فرسټ کلاس لوبې ترسره کړي خو د زیاتو بالونو په لوبولو د جدول په لومړۍ سر کې قرار لري.
په دویم مقام کې د کولي هم وطن چیتیشور پوجارا شتون لري، پوجارا چې ۷۵٪ بالونه مخه یې په فرسټ کلاس لوبو کې کړې ده، پوجارا د لیسټ ای د ښه وړتیا په ښودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري حال دا چې تېر کال یې په شل اوریزو لوبو کې هېڅ یو بال نه دی لوبولی.

د توپ اچونکو اړوند بیا د هغو توپ اچونکو په سر کې چې زیات توپونه یې غورځولي د نوې زیلاند لوبغاړی جیتین پټیل شتون لري نوموړي په تېر کال ۶۱۳۴ توپونه غورځولي، په دوهم مقام کې بیا د سویلې افریقا سیمون هیرمایر قرار لري، چې ۵۷۰۰ توپونه یې غورځولي، همداسې په درېیم مقام کې د افغانستان نه ضیاالرحمن، څلورم مقام کې د هند اشوین شتون لري.

د هغو توپ وهونکو په سر کې چې په شل اوریزو لوبو کې یې زیات توپونه لوبولي او مخه یې کړې، په سر کې یې د انګلستان هېواد جوز بټلر شتون لريو چې ۹۱۱ توپونو مخه یې کړې په دوهم مقام کې د نوې زیلاند لوبدلې لوبډلمشر کین ویلمسن شتون لري.
د شل اوریزو لوبو هغه مخکښ توپ اچوونکي چې په تېر کال یې زیات توپونه غورځولي لومړی مقام کې د افغانستان وتلی لوبغاړی راشد خان شتون لري، نوموړي ۱۵۰۰ توپونه غورځولي، په دوهم مقام کې سونیل ناراین ۱۰۹۶ توپونه او په درېیم مقام کې دیوان براو شتون لري، چې ۱۰۸۳ توپونه یې غورځولي.
د هغو الراونډرانو په سر کې چې زیات مصروفه کال یې درلود او له درې سوه یې زیات توپونه غورځولي په لومړي مقام کې سونیل ناراین په دوهم مقام کې دیوان براو او په درېیم مقام کې بیا محمد نبي شتون لري.