هغه لوبغاړي چې په شل اوریزه لوبو کې یې له ۳ سوه بره شپږیزې وهلي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د کرکټ په نړۍ کې په شپږیزوکې د ویسټ انډیز کیڼ لاسي پیلوونکي توپ وهونکي کرېسټوفرهېنري ګېل د شپږیزو د پاچا لقب ګټلی دی او په هره لوبه کې خورا ښې او اوږدې شپږیزې وهي.
خو له ده څخه بیا نور ویسټ انډیز لوبغاړي هم کم نه دي.
د کرېک ټرېکر په نوم یوې ورزشي وېب پاڼې د هغو لس توپ وهونکو نوملړ خپور کړی، چې په شل اوریزه لوبوکې یې له ۳ سوو څخه بره یا (تري هنډرېډ پلس) شپږیزې وهلي دي. د دغو لوبغاړو په سرکې کرېس ګېل دی.
کرېس ګېل په ټولو شل اوریزه لوبو کې، چې سوداګریزې او نړیوالې ټولې پکې شاملې دي، په ۳۵۳ لوبو کې ۳۴۵ اننګزونه یا پاڼۍ لوبولي، چې په دغو پاڼیوکې یې ۸۹۰ شپږیزې وهلي دي او په دې ډول هغه په شپږیزوکې لومړی دی.

41 هغه لوبغاړي چې په شل اوریزه لوبو کې یې له ۳ سوه بره شپږیزې وهلي
کریس ګیل

ورپسې ویسټ انډیزی الراونډر کېرون پولارډ دی، هغه ۴۳۴ شل اوریزه لوبې کړي، چې ۳۹۰ پاڼیو کې یې توپ وهنه کړې ده او ۵۵۱ شپږیزې یې وهلي دي.
pollardget 3139600k هغه لوبغاړي چې په شل اوریزه لوبو کې یې له ۳ سوه بره شپږیزې وهلي
پولارډ

په خپور شوي نوملړ کې دریم نوم د نیوزیلېنډي پخواني لوبډلمشر او اوپنر توپ وهونکي برېنډن مکالم دی؛ هغه ۳۵۶ لوبې کړي، چې ۳۵۱ لوبو کې یې توپ وهنه کړې ده او ۴۷۳ شپږیزې یې وهلي دي.
154574 هغه لوبغاړي چې په شل اوریزه لوبو کې یې له ۳ سوه بره شپږیزې وهلي
برینډن مکالم

څلورم نوم بیا د ویسټ انډیزي ډوېن سمېت دی، هغه ۳۲۶ لوبې کړي، چې ۳۱۸ لوبو کې یې توپ وهنه کړې او ۳۷۲ شپږیزې وهلي دي.
پنځم اسټرالیایي شېن واټسن دی، نوموړي ۲۷۳ لوبې کړي، چې ۲۶۵ لوبو کې یې توپ وهنه کړې او ۳۷۱ شپږیزې یې وهلي دي.
article 0 0B93B1FB00000578 هغه لوبغاړي چې په شل اوریزه لوبو کې یې له ۳ سوه بره شپږیزې وهلي
شین واټسن

شپږم نوم د ډېوېډ ورانر دی، هغه ۲۵۲ شل اوریزه لوبې کړي، ۲۵۱ لوبو کې یې توپ وهنه کړې ده او په دغو پاڼیوکې یې ۳۲۳ شپږیزې وهلي دي.
اووم نوم د هندي پیلوونکي لوبغاړي روهېت شرما دی، نوموړي ۲۹۲ لوبې کړي، ۲۸۰ لوبو کې یې توپ وهنه کړې او ۳۲۰ شپږیزې یې وهلي دي.
Rohit Sharma India هغه لوبغاړي چې په شل اوریزه لوبو کې یې له ۳ سوه بره شپږیزې وهلي
روهیت شرما

اېرون فېنچ چې نوملړ کې اتم نمبر دی، ۲۳۹ لوبې یې کړي دي، چې ۲۳۴ لوبو کې یې توپ وهنه کړې ده او ۳۱۳ شپږیزې یې وهلي دي.
ای بي ډیویلیئرس ۲۵۲ لوبې کړي، چې ۲۳۴ پاڼۍ یې توپ وهنه کړې او ۳۰۴ شپږیزې یې وهلي دي.
abd2 1446199717 800 هغه لوبغاړي چې په شل اوریزه لوبو کې یې له ۳ سوه بره شپږیزې وهلي
اې بي ډیویلرز

او لسم نوم بیا د ویسټ انډیزي منځني توپ وهونکي او الراونډر انډري رسل دی؛ هغه ۲۶۸ لوبې کړي ۲۲۲ پاڼیوکې یې توپ وهنه کړې او ۳۰۲ شپږیزې یې وهلي دي.
په دې نوملړکې د شاهد افریدي نوم نه دی ذکرشوی د پاکستان لپاره د هغه په ۹۹ لوبو کې یواځې ۷۳ شپږیزې ثبت شوي او د سوداګریزو لوبو شپږیزې پکې نه دي جمع شوي.