په انټرنیټ ډېر پلټل شوي کسان

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندي سینما مشهور فلم ستوري پریانکا چوپړا او سلمان خان هغه دوه کسان دی چې په دې کال کې تر ټولو ډېر زیات په انټرنیټ کې لټول شوي دي.
هندي فلم لوبغاړې پریانکا چوپړا او سلمان خان په نړیواله سطحه په انټرنیټ خلکو ډېر لټولي.
د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر میاشت کې دغه دوه فلمي ستوري په ترتیب سره په ۲،۷۴ او ۱،۸۳ میلیارد ځله په انټرنیټ کې پلټل شوي دي.
بل لور ته، هندي فلم لوبغاړی امریش پوري او د بالیوډ باچا شاه رخ خان په دغه نوملړ کې وروسته دي چې په ترتیب سره ۱،۷ میلیارد ځله ليدل شوي دي.
دغه څېړته په بوسټن کې شته یوه ټیکنالوژیکې کمپنۍ ایس اي مروش SEMrush په واسطه شوې ده.
په دغه څېړنه کې د اکټوبر ۲۰۱۸ څخه د اکټوبر تر ۲۰۱۹ پورې نړیوال شمارې شته چې ښيې سلمان خان او پریانکا په نړیوال سطحه په انټرنت کې ډېر پلټل شوې، مشهور کسان دي.
unnamed file په انټرنیټ ډېر پلټل شوي کسان
په دغه څېړنه کې ویل شوي چې پریانکا چوپړا تر ټولو ډېره پلټل شوې فلم ستورې ده او تر ټولو ډېره د تېر ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې کې لېدل شوې ده، په دغه میاشت کې نوموړې ۱۳،۶ میلیونه ځله لېدل شوې.
عجیبه خبره داده چې په میاشتني ډېرو پلټلو شویو کسانو کې پریانکا ۴ اعشاریه ۲ میلیونه ځله لېدل شوې او د نوملړ په سر کې ده.
د څېړنې د دغه کمپنۍ د معلوماتو له مخې دوی هندي فلم ستوري په دوه برخو ویشلي چې سلمان خان، امریش پورې او شاه رخ خان یې په نارینه ستور کې په لومړي سر کې او پریانکا چوپړا، سني لیوني او ډپيکا پډوکون په دغه نوملړ کې مخکښې مېرمنې دي.