ژباړن: حمیدالله خيال
په اوسني وخت زموږ ټولنه په داسې لوري روانه ده، چېرې چې انګليسي د زدهکړې او اقتصاد ژبه ګرځېدلي ده او زموږ فاصله له مورنۍ ژبې سره ورځ تر بلې په زياتېدو ده.
لومړۍ ژبه چې ماشوم یې د پيدايښت څخه په زدهکړه پيل کوي، مورنۍ ژبه ده او همدغه ژبه زموږ د ژوند په مختلفو اړخونو کې مهم رول لوبوي. د مې د مياشتې نههويشتمه نېټه د پښتو ژبې ورځ ده، نو پر دې اساس د مورنۍ ژبې حياتي رول پېژندنه او د هغې ښه زدهکړه مهمه ده. لاندې ځينې دلايل دي، چه د مورنۍ ژبې اهميت په ګوته کوي.
فکري وده
مطالعې ښودلې چې فکري وده او ادراکي پرمختګ پرتله کول په نسبي ډول په هغو کسانو کې چټک دی څوک چې په مورنۍ ژبه کې روان دي. دا هم په ډاګه شوي، که چېرې يو زدهکونکی په خپله مورنۍ ژبه کې زدهکړه وکړي، نو د هغې د تعلیمي بریا کچه د هغه چا په پرتله لوړه ده څوک چې د مورنۍ ژبې پرته په نورو ژبو کې زدهکړې کوي.
غوره فرهنګي او کلتوري تړاو
ژبې زموږ د کلتور ژوندي ساتلو تر ټولو مهمه لار ده. ډېری وختونه د یوې ژبې بلې ته مستقیمه ژباړه په هغه ډول مفهوم نه ورکوي، لکه څنګه چه په اصلي ژبه کې ده. په دې ډول ويلی شو چه د کلتور په اړه د بشپړې پوهې ترټولو غوره لار د ژبې پېژندل دي. مورنۍ ژبه له موږ سره مرسته کوي، چې له خپل فرهنګ او ریښو سره وصل پاتې شو.
د دویمې ژبې زدهکړه
که څوک د دوی په مورنۍ ژبه کې پوره پوهه ولري، نو د هغوی لپاره اسانه ده چې په نوې ژبه کې په چټکی سره پر مخ ولاړ شي. کله چې یو ماشوم د ماشومتوب راهیسې په مورنۍ ژبه کې ليک او لوست کوي، نو هغوی د خپلې ژبې د ښې پوهې پر بنسټ په نورو ژبو کې د زدهکړې قوي وړتیاوې هم لري.
سوداګريزې ګټې
لکه څنګه چه محلي سوداګري د پرمختګ په حال کې ده، نو د مورنیو ژبو اهمیت هم په بی ساري ډول لوړی شوی. په همدې ډول ستاسو د مورنۍ ژبې په اړه پوره پوهه درلودل خورا ګټور دي، چیرې چې تاسو په لوستلو یا لیکلو برلاسي ياست.
مورنۍ ژبه زموږ وياړ ده
د مور په ژبه ښه پوهېدل د ویاړ خبره ده. مورنۍ ژبه په ځان باور او په افرادو کې ذهني وړتياوې رامنځته کوي. همدرانګه له موږ سره مرسته کوي، چې خپلو عنعناتو او رواجونو سره په ښه ډول اړيکې ونيسو. مورنۍ ژبه د يو فرد د شخصیت په تعریف کولو کې خورا مثبت اغيز لري.