لیکنه: حنیفه مومند
د سړک تر غاړې ناسته سپين سرې مور له خپلې غوټې سره سر په ځمکه اېښی و. په ناکرارۍ مې ترې وپوښتل:
مور جانې دلته څه کوې؟
کور مو چېرې دی؟
په بېوسۍ، اوښلنو سترګو او په ژړغونې غږ یې وویل: “ما په یوه کوټه کې له اوو اولادونو سره ژوند تېر کړ، زړه مې تنګ نه کړ، خو اوس مې بچیان په درې منزله بنګله کې زما لپاره ځای نه لري او زړونه یې راته تنګ دي.”
نو!
د مور لپاره هر څوک پرېږده، خو د هېچا لپاره مور مه پرېږده. په دنیا کې انسان له بېلابېلو څیزونو سره مینه کوي، خو دا مینه د یوې موخې لپاره وي.
که کوم نارینه نجلۍ سره مینه کوي، نو موخه یې واده کول او ګډ ژوند وي.
یا ممکن حقیقي یا تش په خوله مینه وي. ډېری خلک داسې فکر کوي، چې په نړۍ کې رښتینې مینه نشته، خو نه. شته داسې یو څوک چې پرته له هدفه درسره مینه کوي، او هغه مور ده!
مور د خپل اولاد لپاره د نړۍ تر ټولو سخت دردونه او تکلیفونه ګالي، حتا خپل وجود د اولاد په تغذیه، روزنه او پالنه کې، خاورې کوي. هیله یې په ښه ډول د اولادونو لويېدل او ثمر ته رسېدل دي، خو بیا ځینې بې احساسه اولادونه، دا هر څه هېر او د ژوند په مزو کې دومره ډوب شي، چې تر ټولو زړه سوانده موجود (مور) هم له یاده باسي.
متل دې چې وايي، (څه چې کرې هغه به رېبې). نو د والدینو په وړاندی نننی چلند د سبا ورځې حاصل دی. که مو ښه کَر وکړ ښه حاصل به ټول او که بد کَر وشي، حاصل یې له بدو پرته بل څه نه دي.
او یا هم هر انسان باید دا درک کړي، چې هر عمل عکسالعمل لري، نو د ځوابي چلند عکسالعمل په تمه دې وي.
جنګ جګړو، فقر، تاوتریخوالي، بېسوادۍ، ظلم او د یوې مېرمنې په مسلمو حقونو تېرې، هغه څه دي، چې ټولو افغانو میندو تجربه او لا هم ورسره لاس او ګرېوان دي.
نو راځئ!
ټول (زوی/ لور) د مور د ورځې په ویاړ ژمنه وکړو چې؛
- د دردېدلې مور اوښکې وچې کړو.
-
په سر سرتورې او په نس وږې او بې وزله مور له دې حالت خلاصه او په نس مړه په تن پټه او په شونډو مسکا راړو.
-
هېڅ یوه مور بوره او د اولاد په غم غمجنه او ملاله نه کړو.
-
او همدارنګه د دې کړېدلې او آسمانې فرښتې د ټپونو لپاره مرحم او درمل شو.
مورې ورځ دې مبارک!!!