موخو ته د رسېدلو یو اصل د موخې ټاکنه ده

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: عایشه حیدري

ټول انسانان په خپل ژوند کې ډېرې هیلې، ارمانونه او موخې لري، ډېری بیا خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره هڅه کوي او دا پرېکړه کوي چې هره ورځ د خپلې موخې رسېدو لپاره دوامداره کار کوي، خو ډېری وخت دغه هڅې لنډمهاله وي او د يوې او دوو اونیو څخه ډېر دوام نه کوي او هیلې همداسې هیلې پاتې کېږي.
که تاسو د هغو کسانو له ډلې څخه یاست چې ډېرې موخې لرئ او هڅو مو هم کومه مثبته پایله نه ده لرلې او خپلو موخو ته یې نه یاستئ رسولي، د دې لیکنې تر پایه راسره اوسئ، موږ به د لیکنې په لړ کې تاسو ته، خپلو موخو ته د رسېدلو ښې او ګټورې لارې در په ګوته کړو.
خو تر هرڅه وړاندې باید یادونه وکړو چې یوه ښه موخه باید دا پنځه ځانګړنې ولري او د دغو پنځو ځانګړتیاوو په پوره کولو سره تاسې کولای شئ خپلو موخو ته په ډېرې اسانۍ سره ورسېږئ.
۱ – ستاسو موخه باید ستاسو له نورو پرېکړو سره تړاو ولري؛
۲ – موخه مو باید دقیقه، څرګنده او ټاکلې وي؛
۳ – ستاسو موخه باید ستاسو هیله اوسئ نه د بل چا هیله؛
۴ – ستاسو موخه باید د ترلاسه کېدلو وړ وي، او باید موخې ته د نه رسېدلو له لاملونو مخنیوی وکړئ؛
۵ – د موخې لپاره باید انګېزه ولرئ.
راځئ اوس په دغو پورته یادوو شوو ټکو جلا جلا بحث کوو:

۱ – د موخو ترمنځ تړاو

ستاسو موخه باید ستاسو دنورو موخو او ورځنۍ کړنو سره نیغ په نیغه تړاو ولري.
د بېلګې په ډول که تاسو غواړئ یو نوی کسب زده کړئ او بله دنده هم لرئ او تاسو په خپلې دندې کې بوخت یاست نه شئ کولای خپلې نوې دندې ته وخت پیدا کړئ، دا موخه مو سمه نه ده او تاسو باید له خپلې موخې څخه لاس واخلئ. نو دا اړینه ده چې موخې لپاره پوره وخت ولرئ او موخه مو له خپلو نورو موخو سره تړاو و لري.

۲ – بویه چې موخه څرګنده او ټاکلي اوسي

ستاسو موخه باید ټاکلې او ستاسو خپله ځانګړې موخه اوسي.
د بېلګې په ډول که د یوې نوې ژبې زده‌کړه ستاسو موخه وي، او تاسو سره د ژبو يو لیست پروت وي، باید خپل ځانته یوه ژبه و ټاکئ، چې وکولای شئ په ښه توګه هغه ژبه زده کړئ.

۳ – ستاسو موخه باید ستاسو هيله وي، نه د بل چا هیله

که چېرې تاسو داسې یوه کار خپله موخه ټاکلې وي چې ستاسو ځانګړی ارمان او هیله نه وي، بلکې د بل چا هیله وي دا موخه به مو نیمګړې پاتې شي او تاسو به هېڅ ځای ته ونه رسېږئ.
د بېلګې په ډول که چېرې ستاسو پلار یا د کورنۍ نورو غړو دا هیله درلوده چې تاسو يو ډاکټر شئ او تاسو هم د ډاکټر جوړېدلو هڅه کړې وي او اوس ډاکټر یاست، خو له ډاکټرۍ خوند نه شئ اخیستلای، نو دېته به مو پام شوی وي چې دا هیله ستاسو نه وه، بلکې ستاسو د پلار هیله وه او تاسو نه غوښتل دغه لاره وټاکئ. نو په دې توګه تاسو خپلې موخې ته نه یاست رسېدلي.
نو وړاندې تر دې چې ځانته کومه موخه و ټاکئ، لومړۍ دا څېړنه وکړئ چې ایا ستاسو موخه ستاسو هیله ده که د بل چا هیله؟
آیا دغې موخې سره مینه لرئ او که نه؟

۴ – موخو ته د نه رسېدو او د موخو په وړاندې خنډونه په ګوته کړئ

کله چې تاسو خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره ځانګړی مهالوېش ونه لرئ، خپلو موخو ته نشئ رسېدای.
د دې ترڅنګ که ستاسو موخه ښه او مناسبه موخه نه وي، نو دې ډول موخو ته رسېدل تاسو ته ناشوني دي. د بېلګې په ډول که ستاسو موخه دا وي چې سهار وختي له خوبه پاڅېږئ، په داسې حال کې چې تاسو تر نیمې شپې ویښ یاست، نو داسې موخې ته رسېدل ناشوني دي، ځکه د انسان بدن خوب ته داسې اړتیا لري، لکه چې ډوډۍ ته یې لري. نو څنګه به وکولای شئ چې سهار وختي له خوبه پاڅېږئ؟
نو اړینه ده چې د موخو په ټاکلو کې دقت وکړئ او ستاسو موخه باید د نورو له نورو کړنو او ژوند سره په ټکر کې نه وي او باید د خپلو موخو لپاره پوره وخت او ځانګړی مهالوېش ولرئ.
۵ – یوکس غوښتل چې سهار وختي پاڅېږي او ورزش وکړي خو هغه نشو کولای سهار وختي پاڅېږي خو کله چې ورته دنده پیدا شوه هغه هره ورځ سهار وختي خوب نه پاڅېده او دندې ته تله.
ستاسو په اند د دې لامل څه دی؟
څنګه او ولې یاد تن ته دندې لپاره پر وخت پاڅېدل شوني او د سپورټ لپاره ناشوني وو؟
ځواب دا دی چې هرې ځانګړې کړنې او کار تر شا یوه محرک او انګېزې ته اړتیا ده.
کله چې ځان ته موخې ټاکو باید موخې مو زموږ ژوند سره برابرې وي او زموږ ورځنۍ ژوند سره تړاو ولري، وروسته بیا باید وګورو چې په معیار او منطق برابره موخه ده او که نه؟ خو د دغو تر څنګ د انګېزې شتون حتمي دی، که انګېزه ونه لرئ، هېڅ هڅه مه کوی، ځکه له انګېږې پرته موخې ته رسېدل ناشوني دي.
د بېلګې په ډول که یو محصل د خپلو زده‌کړو لپاره پوره پيسې ونه لري ستونزمن کارونه ترسره کوي، چې پيسې لاسته راوړي او خپلې زده‌کړې ترسره کړي، او یا هم یو کس ورزش کوي، چې روغ پاتې شي او له خپلې کورنۍ څخه ساتنه وکړي. په‌ دغو دواړو کړنو کې زده‌کړه او د کورنۍ ساتنه هغه انګېزې دي چې دغه دوه کسان یې ستونزمنو کارونو او ورزش ته هڅولي.
نو که تاسو هم موخې لرئ باید خپلو موخو ته رسېدو لپاره ځانګړې انګېزه لرئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.