ژباړه: غازي عابد
د thedailybeast ویب پاڼې لیکلي؛ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په واشنګټن کې د خبرو پرمهال خبرداری ورکړی چې خلیلزاد غواړي افغان حکومت څنډې ته وساتي او ښايي شخصي موخي وپالي.
دغه لوړپوړي افغان چارواکي د سیمې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد تور لګولی چې کوښښ کوي له طالبانو سره په خبرو کې افغان حکومت کمزوری او غاړي ته اوسي او حتا تر دې چې خپله له طالبانو سره د موقت حکومت مشر شي.
محب ویلي؛
«هغه څه چې خلیلزاد اوس ترسره کوي، افغان حکومت کمزوری، او څنډې ته کوي، او په عین حال کې طالبان قوي او پورته ښيي، دا یوه لاره ده، خو معلومه خبره ده چې دا د سولې لپاره نه کیږي.»
ده زیاته کړې، خلیلزاد پخلاینه نه کوي، بلکې انتقال او سپارل کوي.
محب ویلي؛ دی ددې لپاره واشنګټن ورغلی چې له امریکا وغواړي څو له طالبانو سره په خبرو له خپل اغیز کار واخلي، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي، ځکه ښاغلی خلیلزاد دوی څنډې ته کړي، طالبان نه دي قانع کړل شوي چې له دوی سره د جګړې پرځای خبرو ته اماده شي.
دده په وینا؛ که له طالبانو سره کومه معامله هم وشي، بده معامله به وي، ځکه داسې معامله افغان حکومت کمزوری او ټیټ ښيي، په داسې حال کې چې طالبان په ځان غره دي، چې د نړۍ بهرنیو چارو وزیران غواړي له دوی سره وګوري.
د حمدالله محب شکایتونه:
«زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره ۱۶ ورځې همداسې پټې خبرې وکړې، خو هغوی له دې خبرو دومره نه دي خبر شوي، پرته د هغه له ټویټونو چې په کې یې ویلي ول په خبرو کې د وتلو په مهالویش او د تروریزم پر ضد مبارزې، په اړه پرمختګونه شوي.»
د قطر له تیر پړاو خبرو وروسته خلیلزاد ویلي ول چې کله چې یاد شوي مسایل نهايي شي، طالبانو او نورو افغانانو په شمول د حکومت به په سیاسي جوړښتونو او پراخ اوربند مذاکرات وکړي.
محب ویلي؛
«معلومات وايي چې د افغان حکومت د رهبرۍ مخه د ځینو دسیسه لرونکو پایلو لپاره نیول کیږي، افغان الاصله امریکايي خلیلزاد قصداً اوسنۍ اداره کمزورې کوي، دا کار له پخوانيو متحدینو لکه حامد کرزي سره په ګډه کوي، څو ځان په راتلونکې کې واک ته ورسوي.»
هغه ویلي؛
«موږ فکر کوو چې سفیر نه پوهیږي چې هغه څه کوي، یا هغه څه نور په خپل ذهن کې لري. ځکه خلیلزاد دوه ځل وړاندې هم د افغانستان د ولسمشر لپاره منډې ترړې کړي دي.»
د محب په وینا، په حکومت کې خلک فکر کوي چې شاید دا ټول خبرې ددې لپاره دي چې د چا د ګټو لپاره حکومت جوړ شي، په کوم کې چې هغه (خلیلزاد) د وایسرای یا نایب الحکومه رول ولري.
د امریکا غبرګون
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي؛ د محب خبرې ناسمې او بې مرستې دي، چې هغه ته به په خصوصي ډول سره ځواب ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند روبرټ پالاډینو ویلي ښاغلي محب ته د وزارت چارواکو ویلي چې په زلمي خلیلزاد برید، په بهرنیو چارو وزارت برید دی.
د امریکا یو بل لوړپوړي مقام چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، د ښاغلي محب خبرې رد کړي او ویلي دي چې خلیلزاد د افغان حکومت… او طالبانو په شمول د ښکیلو مختلفو خواوو د یوځای کینولو لپاره کار کوي، څو یو سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي.