
خبر: بشر دروېش
د ملي امنیت سلاکار پر طالبانو د بندیزونو په تړاو د ملګرو ملتونو له نظارتي ټیم سره وکتل.
د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پر طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په تړاو د دغه سازمان د نظارت (مانټورینګ) له ټیم سره د ویډیو کنفرانس له لارې مشورتي خبرې وکړې.
یادې شورا زیاته کړې؛ په دې مشورتي کنفرانس کې د القاعده شبکې او داعش په هکله هم خبرې وشوې.
دا خبرې داسې مهال کیږي چې ويل شوي د طالبانو او حکومتي پلاوي ترمنځ د اختلاف ټکي هوار شوي دي، خو بل پلو سرچینې وايي چې اختلاف لا هم شته او تر اوسه کوم حل لاره نه ده پېدا شوې.