هغه رازونه چې باید هره ښځه پرې پوه شي

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: عطامحمد میاخېل

اغلو مېرمنو! په دې لیکنه کې له تاسو سره ځینې رازونه شریکوو، چې له تاسو سره مرسته کوي، چې هغه د خوښې وړ ګډ ژوند ته مو ورسېږئ، کوم چې په خپل ذهن کې مو روزلی دی. آیا له خپل ګډ ژوند څخه په بشپړه توګه راضي یاست یا داسې احساس کوئ، چې په اړیکو کې مو باید ځینې بدلونونه رامنځته شي؟
په هر صورت، لاندې تګلارې له تاسو سره مرسته کوي، چې له خپل خاوند سره غوره او اغېزمنې اړیکې تجربه کړئ. دا تګلارې حتا په هغو اړیکو کې چې له جدي ستونزو سره مخامخ شوي هم اغېزمنې دي. ډاډه اوسئ، کولای شئ په ژوند کې مو نوی ځواک رامنځته کړئ.
معمولاً ښځې کله چې د مینې اور کمېږي او ګډ ژوند د سوړوالي په لور ګام پورته کوي، نو خپل خاوند د ګډ ژوند د پیکه کېدو اصلي لامل ګڼي او کله وخت د نیمګړتیا یوه برخه په غاړه اخلي، چې خاوند یې له هغو څخه واټن اخیستی او لرې شوی وي، خو واقعیت دلته دی، چې د ښځو چلند او افکار د دې سبب ګرځي، چې نارینه له ځانه پیکه چلند ښکاره کړي.
د مېرمنې او خاوند ترمنځ مینه هېڅکله نه مري، مګر کله چې جوړې په خپله ناسم چلند سره یې پیکه او مړه کړي. معمولاً که ښځه ونه شي کولای، چې له خپل خاوند سره سم او پرځای چلند ولري، نارینه هم خپله مینه پټوي او ورو ورو د ژوند مینه ورک کېږي.
په لاندې ټکو باندې پوهېدل، له ښځو سره مرسته کوي، چې دا پیدا کړي، څنګه خپل ګډ ژوند ته مینه بېرته را وګرځوي.

خاوند مو نه شي کولای، چې ستاسو ټولې عاطفي اړتیاوې پوره کړي

ډېری وخت نارینه له خپلو مېرمنو څخه واټن اخلي، ځکه داسې احساس کوي، چې مېرمنې یې پرې زیات فشار راوستی دی او نارینه یې د خپلو عاطفي اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر فشار لاندې راوستی دی.
کله چې نارینه نه شي کولای د خپلې مېرمنې هیله پوره کړي، نو د ماتې او ناکامۍ احساس کوي او ځکه ښځه د دې احساس د رامنځته کېدو اصلي لامل دی، نارینه په ناخبره توګه له خپلې مېرمنې څخه واټن اخلي.
په زړه پورې داده، چې په دې لړ کې، مېرمن خپل خاوند ګرم ګڼي او حتا د ګډ ژوند پرېښودو په فکر کې کېږي او هغه ګډ ژوند، چې د خپلو نا اګاهانه تېروتنو په دلیل له ستونزو سره مخامخ شوی، خوشې کوي.
همدې کوچني او ساده ټکي ته پام کول، ډېری ګډ ژوندونه له جدایۍ څخه ژغوري، تر ټولو مهمه دا چې هېڅکله له خپل خاوند څخه تمه مه لرئ، چې د یوه غیب ویونکي په څېر ستاسو تمو او اړتیاوو څخه خبر شي.
واقع‌بینه او عادله و اوسئ او له خپل خاوند څخه پرځای تمې ولرئ او په وخت سره د دې تمو په اړه خپل خاوند ته ووایئ او هېڅکله پرې فشار مه راولئ.
اجازه ورکړئ چې د کړنو آزادي ولري، چې وکولای شي د باطني لېوالتیا له مخې، هغه څه چې غواړئ ترسره یې کړي. د ځمکې پرمخ هر نارینه کله چې له بریده زیات فشار پرې راشي، لا چاره دی، چې سر سارا وتښتي.
خاوند مو هم اړتیاوې لري، چې ستاسو د اړتیاوو په اندازه مهمې دي
دې ټکي ته پاملرنه ډېره زیاته مهمه ده. په یاد ولرئ، چې نارینه هم د ښځینه‌وو په څېر احساسي اړتیاوې لري، چې د ښځو د اړتیاوو په اندازه مهمې دي. معمولاً ناسم تصور شته، چې تر نارینه‌وو ښځې لطیف او حساس موجودات دي او ډېرې احساسي او مهمې اړتیاوې لري او نارینه غوسه‌ناک موجودات دي، هېڅ ډول عاطفي اړتیاوې نه لري او که یې ولري هم دومره مهمې نه دي.
کله چې ښځې ګوري خاوند یې اړتیاوو ته پام نه کوي او نه دی توانېدلي، چې هغه  کار ترسره کړي، کوم چې ترې غوښتی یې دی، نو له هغه سره یې مینه کمېږي. دا ده، چې نارینه له خپلې مېرمنې څخه واټن اخلي، ځکه احساس کوي، لکه چې اړینه ده ورسره ښه او په درناوي سره چلند وشي، نه دی شوی. په یاد ولرئ، د ارزښت او درناوي ساتل د نارینه و له مهمو او بنسټیزو عاطفي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
ډېری نارینه‌وو په خپلو خبرو کې په دې باندې اعتراف کړی: کله چې مېرمن مې په هغو پیکه جملو سره، چې له بې اعتمادۍ او بې مینې توب څخه سرچینه اخلي، له ما سره خبرې کوي، په ناخبره توګه ما د تودې اړیکې له ټینګښت څخه ناهیلی کوي، په دې وخت کې یوه ګوښه ځای ته پنا وړم او غواړم چې یوازې واوسم.
ښځې باید پوه شي، که خپل خاوند یو له خپلو دوستانو څخه تصور کړي، په دې چلند سره هېڅکله نه شي کولای خاوند (خپل دوست) د اوږدې مودې لپاره په خپل څنګ کې ولري.
ښځې په کاري چاپېریال کې، له خپلو دوستانو سره، خپلو خپلوانو او حتا له خپلو اولادونو سره تودې او صمیمانه اړیکې ټینګوي او له هغوی سره تودې او له مهربانۍ څخه ډکې خبرې کوي، خو له خپل خاوند سره د مخامخ  کېدو په صورت کې بل کس ترې جوړېږي. دا اصلاً عادلانه  نه ده، څنګه له هغه چا څخه، چې ورسره سم چلند نه کوئ، د تود، مینه ناک او بې تېروتنې غبرګون تمه کوئ.
د نارینه‌وو له اړتیاوو څخه یوه بله ډېره مهمه اړتیا، چې له مینې او هغوی ته له درناوي څخه هم ډېر زیات ارزښت لري دا ده، چې خپله مېرمن خوشاله او تازه وویني.
ښځې باید په دې باندې پوه شي، چې د نارینه‌وو لپاره له دې څخه بل هېڅ څیز ځورونکی نه دی، چې وګوري مېرمن یې خواشینې او ناهیلې ده، ځکه چې نارینه د دې حالت په لیدو سره داسې احساس کوي، چې یو نالایقه او ناتوانه فرد دی، چې نه دی توانېدلی خپله مېرمن خوشاله او تازه وساتي. نارینه خپل ځان د خپلې مېرمنې د خوشالۍ او خپګان اصلي لامل ګڼي.

د نارینه‌وو خوښېږي، چې د کورنۍ رهبر و اوسي

درېیم راز دا دی چې ښځې باید پوه شي، د نارینه و ذاتاً دا خوښېږي، چې د کورنۍ رهبر او مدیر واوسي او کله چې کومه ښځه دا واقعیت نا لیدلی نیسي، ستونزه رامنځته کېږي. د نارینه و لپاره ډېره دردونکې ده، چې وګوري مېرمنې یې نالیدلی نیولی او خپل ځان د کور رهبره او مدیره ګڼي.
ښځې نباید داسې چلند وکړي، چې نارینه داسې احساس وکړي، چې هغوی خپل غوره والی ورښکاره کوي، حتا که له ډېرو خواوو له خپل خاوند څخه غوره یاست، هېڅکله په دې ټکي باندې هغه مه پوهوئ او هغه ته یې مه ښکاره کوئ.
له خپل خاوند سره ګام په ګام وړاندې مه ځئ، له هغه څخه یو ګام شاته ودرېږئ، اجازه ورکړئ، چې خاوند مو په دې باندې پوه شي، چې تاسو په هغه باندې د کور د رهبر په توګه باور لرئ. دا یو کوچنی ګام ستاسو د ګډ ژوند په ښه والي کې مهم او اغېزمن رول لوبوي.

ډېری نارینه د زړه له کومې غواړې، چې بریالی او اغېزمن ژوند ولري

د ټولو د تصور پرخلاف، معمولاً نارینه د ښځو په اندازه خپل ګډ ژوند ته د ژمنتیا احساس کوي او دغه راز د ښځو په اندازه په خپل ګډ ژوند باندې باور لري، د ټولنو فرهنګ، ښځې دې ته اړې کوي، چې د حقیقت خلاق تصور ولري. ډېری وخت نارینه په خپل ټول توان  سره د خپل ګډ ژوند د ساتنې او ژغورنې لپاره کوښښ کوي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅې څخه درېغ نه کوي.
د نارینه و خوښېږي، چې خپله مېرمن خوشاله کړي، خوښېږي یې، چې د کورنۍ غړي یو د بل ترڅنګ راټول کړي او سم کارونه ترسره کړي. په داسې یوه وضعیت کې د ښځو دنده داده، چې د سالم او مناسب احساس د فضا په رامنځته کولو سره، له نارینه و سره په دې کار کې مرسته وکړي او وې هڅوي، ترڅو لاپسې خپل ګډ ژوند ته ژمن پاتې شي.
ډېر کلونه کېږي، چې ټولنې، نارینه او په ګډ ژوند کې ژمنو ته بې پامه او هغو ته نه ژمن موجودات معرفي کړي دي او همدا چاره د ګډ ژوند په اړیکو کې د ډېر شمېر ستونزو د رامنځته کېدو سبب شوې ده. په ځانګړې توګه په تېرو لسیزو کې، ډېر زیات اورو، چې په ګډ ژوند کې د ښځوړ د نارضایتۍ او خواشینۍ لامل مستقیماً د نارینه و تېروتنو ته ور ګرځي.
له بده مرغه دا ډول نظریاتو نارینه انزوا او ګوښه ناستي او ډېری وخت بد خُلقۍ ته اړ کړي دي، دمګړۍ یې وخت را رسېدلی، چې پوه شو، د دې ډول افکارو او نظریاتو پایله یوازې د اړیکې  پیکه کېدل او د مېرمنې او خاوند له یو بل څخه لرې کېدل دي. البته په یاد ولرئ، چې ښځو هم په قصدي ډول دا تېروتنې نه دي کړي او هغوی هېڅکله نه پوهېدې، چې چلند یې په خاوند باندې څه بده اغېزه کوي، په حقیقت کې د ښځو ډېری تېروتنې په بشپړه توګه نا آګاهانه او قصدي نه وې او نه دي.
باید ښځو ته لږ معلومات ورکړل شي، ترڅو پوه شي، چې چال چلند یې د نارینه و په چلند باندې څه بدې اغېزې ښندي. په زر (۱۰۰۰) جوړو باندې د څېړونکو د څېړنو پایلې څرګندوي، چې جوړو ته د ګډ ژوند په تړاو د کمو معلومات ورکول هم د خپل ګډ ژوند له شریک سره د هغوی په اړیکو باندې په حیرانونکي ډول ښه اغېزه کوي.

د پای ټکی

کله چې دواړه لوري هڅه کوي، په مقابل لوري کې د رضایت او خوشالۍ احساس رامنځته کړي، د ستونزو ستره برخه په ډېرې آسانۍ سره له منځه ځي. هڅه وکړئ، چې په ګډ ژوند کې د مینې د رامنځته کېدو او د هغې د پایښت لپاره، له هېڅ ډول هڅې څخه ځان ونه سپموئ او ډاډه اوسئ په خپل چلند کې د ډېر کم بدلون په رامنځته کولو سره کولای شئ خاوند مو د ځمکې پرمخ په تر ټولو غوره نارینه باندې بدل کړئ.