لیکنه: احمد رسول سیدي
۱- متقابل احترام ولرئ
د هغه چا سره چی خبري کوې باید دا په یاد ولرې، چی په زیات آدب سره لمړی متقابل کس ته غوږ سې او وروسته خپلي څرګندوني ورته واوروې. بعضي وختونه مدیر دا فکر کوي، چي زه مدیر سوم، نو زه به د یو قومندان په په ډول پر خپل مادون امر کوم، خو حقیقت دا نه دي چي موږ د ځان څخه قومندان ( ټولي مشر) جوړ کړو او هر امر چي کوو باید مادون یې ومني. موږ مدیران یو او مدیر باید دا هیره نه کړي چي هره اداره د مادون په ذریعه د هدف د لاسته راوړلو لپاره ځانګړی سلوک لري.
۲- د خبرو تر مخه مادون ته غوږ ونیسئ
هر مدیر باید د غوږ نیوني ځانګړنه ولري. یوازي دی مجبور نه دی، چي ویل وکړي. مدیر اړ دی چي تر خپلی وینا د مادون خبرو ته ترجیح ورکړي. یو عالم وایي چي که ته خبري کوې یوازي به په هغه څه پوه سې، چي تر مخه هم پوهېدې، خو که د بل خبرو ته غوږ سې، نو هغه څه به زده کړې، چی تراوسه دي نه وې اورېدل، نو که چیري خپل تر لاس لاندي کس ته غوږ سې ممکن یو نوې حل لارې ته دې فکر سي.
۳ – ځای او فرد ته په کتو خبرې وکړئ
هر مدیر ته حتمي ده چي دا ځانګړنه ولري، زه چیرې او د چا سره په خبرو بوخت یم؟ د مقابل کس سویه، علم او درک په کومه اندازه دی؟
داسي نه چي ته ورسره په بحث مصروف يې او هغه د موضوع اړوند تر تا ښه پوهيږي. ددې ترڅنګ حتمي نده، چي په خپلو خبرو کي په قصدي ډول د نوي او سختو لغاتونو استعمال وکړې ځکه داسي کړنه مقابل کس تر فشار لاندي راولي او هغه د نوي او سختو لغاتونو په معنی مصروف کیږي او ستا ټولي خبري بې ارزښته کیږي. مدیر باید هڅه وکړئ، چي روانه، ساده او واضح الفاظ سره ونښلوي او د مادون پوري په ښه ډول خپل پیغام ور ورسوي.
۴ – د مقابل لوري د نظر رد کولو ځینې ډډه وکړئ
د داسي اصلاحاتو څخه باید یو مدیر ډډه وکړي، چي په هغه سره مادون مایوسه کیږي. د مثال په ډول ( نه دا غلطه ده، دا امکان نه لري، دا یې نو اوس لار ده؟) مدیر باید د خپل صحیح نظر د وړاندي کولو لپاره داسي الفاظ وکاروي، چي مادون پوري مایوسه نسي او هغه ته په مستقیم ډول او ورین تندي قناعت ورکول سي، تر څو د مدیر د صحیح نظر په عملي کېدو کي مادون خپله وړتیا او دلچسپي وښيي.
۵ – کارکوونکي ته د تصمیم نیولو حق ورکړئ
څیړونو ثابته کړې، چي یوازي د کارمند تشویق په مادیاتو سره نه کيږي بلکي که چیرې ورته د خپلي وظیفې باوجود نور مسوولیت هم ورکړل سي دا خپله هم دده لپاره یو تشویقي بڼه لري. کله چي کارمند ته نوی مسوولیت ور په غاړي کړې، نوهغه به دا فکر وکړي، چي آمر مي په ما کي دا استعداد ويني، نو ځکه یې یو مسوولیت بل هم را اضافه کړی دی. که چيري په خپله اداره کي د یو کارمند څخه د یو نوي مسوولیت د ژر تر ژره سرته رسولو امید لرې، نو خپل کارمند ته خپله د تصمیم موقع ورکړه تر څو هغه درته په ښه ډول تصمیم ونیسي، پر خپلي وړتیا یې باور زیات سي او لا هم خپل مسوولیتونو ته تشویق سي.
۶- مدیر باید وخت درک کړي
که چیري یو مشتري ستاسو د ادارې له یو کارمند شکایت درته وکړي، نو هیڅ لازمه نده، چي ته دي سمدستي د نورو کارمندانو په مخکي دده دا کمزوري بیان کړې، بلکي کوښښ باید وسي چي وخت ته په کتو سره د مشتري یاد شکایت مادون یا کارکوونکي ته ورسوي او خپلو نیمګړتیاوو ته یې متوجه کړې.
۷- مدیر باید ګړندی او ارتجاعي خاصیت خپل کړي
په سازمان کي مختلف النوعه موضوعات او منازعات رامنځ ته کیږي، نو د مدیر لپاره دا لازمه ده، چي د منازعاتو د حل لپاره ژر او مناسب تصامیم ونیسي، ترڅو یاد منازعات (شخړي) په ناورین بدلي نه سي.