په بازار موندنه کې اغېز لرونکې ستراتیژۍ وپېژنئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

په کور کې کار کول هم ډېرې زیاتې ګټې لري او هر څوک چې په کور کې کار کوي، خپل ځان ته یو ځانګړی دلیل لري. ځینې کسان په دې دلیل، چې کولای شي، په خپل ماشوم پام وکړي او ماشوم ته پرستاره هم ونه نیسي (په دې کار سره خپلې پیسې هم سپما کولای شي) په کور کې په کار کولو سره، هغوی نورې اړې نه دي، کار ته په تګ سره، د ورځې په اوږدو کې د تګ راتګ په حال کې وي، په کور کې کار کول غوره ګڼي. ځینې کسان دا لېوالتیا لري، چې له خپل ځان پرته بل رییس ونه لري.
که تاسو هم د هر لامل له مخې په کور کې کار کوئ، باید نور کسان ترې خبر کړئ. په دې لیکنه کې په هغو لارو چارو باندې رڼا اچول کېږي، چې کولای شي ستاسو لپاره ګټورې وي.
ټولنیزې شبکې
د فېسبوک، ټویټر او اینسټاګرام په څېر ټولنیزې شبکې د دې سبب ګرځي، چې تاسو په ډېرې آسانۍ خپل کار نورو ته ور وپېژنئ. د هغو د درک کولو لپاره، بسنه کوي، چې دې موضوع ته پام وکړئ، که دوستان او فالووران (څارونکي) مو هغه ځړونې، چې تاسو یې کوئ، نورو ته یې واستوي، په څه چټکتیا سره کولای شئ، چې خپل کار ته پراختیا ورکړئ او خپل ځان نورو ته ور وپېژنئ.
وېبلاګ
د هغه کار و بار لپاره چې لرئ یې یو وېبلاګ جوړ کړئ او په هغه کې د خپل کار د څرنګوالي په اړه نورو ته معلومات او توضیحات ورکړئ، چې د هغوی د پام را ګرځېدلو سبب شي. تاسو کولای شئ، په وېبلاګ کې د خپل کار د پیل کیسه خپره کړئ یا هغه محصولات، چې لرئ یې، نورو ته ور وپېژنئ. خلک له ډېرې پخوا زمانې راهیسې له کیسې اورېدو سره مینه لري او له کیسې سره یې مینه لا هم هماغسې تانده ده.
خبر پاڼه
که د هغه کم فرصت له امله، چې لرئ یې، نه شئ کولای چې وېبلاګ ولرئ، کولای شئ هغه معلومات، چې لرئ یې د یوې خبر پاڼې په چوکاټ کې ولیکئ. مثلاً که د روغتیایي بوټو په برخه کې په کار بوخت یاست، یوه خبرپاڼه جوړه کړئ او په هغې کې د هغو محصولاتو په اړه، چې په راتلونکې کې به یې ولرئ معلومات ولیکئ. که په هنري کارونو کې خلاص لاس لرئ، په اړه یې په خپله خبرپاڼه کې لنډ معلومات خپاره کړئ، په دې کار سره د دې سبب ګرځئ، چې هغه کسان، چې ستاسو له کاري برخې سره لېوالتیا لري، ستاسو په لور را جذب شي.
تبلیغ
په سمه توګه د نورو وېبسایټونو د تړون په معرفي کولو سره، په هغه صورت کې، چې نور هم ستاسو لپاره همدا کار وکړي، کولای شئ د ډېر شمېر خلکو پام ځان ته را واړوئ. د تبلیغ لپاره د یوې کمې  بودیجې په  ځانګړې کولو سره، په ډېر آسانۍ کولای شئ، نورو ته خپل ځان ور وپېژنئ او ولیدل شئ.
کمښت
کمښت ورکول د مشتري د جلب و جذب یوه له غوره تګلارو څخه ګڼل کېږي. د خپلو محصولاتو لپاره کمښتونه ځانګړي کړئ، خو د هغو لپاره یو ټاکلی وخت مشخص کړئ. که دا کار پرله‌پسې ترسره کړئ، نو خلک هر وخت ستاسو له سایټ څخه لیدنه کوي او له دې سره ستاسو پلور هم زیاتېږي.
د بازار موندنې کارت
یوه پخوانۍ تګلاره، خو اغېزمنه ده. کولای شئ د بازار موندنې کارتونه، چې په تاسو پورې تړاو لري، په ډېرې آسانۍ سره، په محفلونو، ملي بسونو یا غونډو کې خپاره کړئ. که کارت مو په سمه توګه جوړ شوی وي، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې د خلکو پام به ځانته را واړوي او هغوی وهڅوي، چې یا له تاسو څخه پېر (خرید) وکړي او یا هم له تاسو همکاري وکړي.
هرومرو په کارت کې د خپلو محصولاتو، سایټ او لوګو په اړه معلومات خپاره کړئ، فکر مه کوئ، چې دا کار پخوانی دی، ځکه اوس هم خلک کولای شي، په ډېرې آسانۍ کارت له ځانه سره ولېږدوي، دا کارت د خپلو پیسو په بټوه کې ساتي.
په کور کې کار کول هم ننګونه را پارونکی او هم انګېزه را منځته کوونکی دی، له همدې امله هیله من یم هغه موارد، چې پورته پرې رڼا واچول شوه، ترې ګټه واخلئ او وکولای شئ کوم کار یا محصول، چې لرئ مشهور یې کړئ.