لیکنه: مدثر دعوت
په امريکا متحده ايالاتو کې يوې کورنۍ بازار ته د تګ پر مهال يو ميليون ډالر پيدا کړي، خو وروسته يې پوليسو ته ورکړي دي.
د امريکا په ويرجنينيا ايالت کې دا کورنۍ د قرنطين له کبله په کور کې ډېره خسته شوې وه چې وروسته د ښار په لور راوتلې وه او غوښتل يې د تفريح په موخه وګرځي او ځينې د اړتيا وړ مواد هم واخلي.
دوی په خپل موټر کې د حرکت په حال کې وو چې د ويرجينيا د کارولين په نامه ناحيې ته، چې هېڅ تګ راتګ نشته، رسېږي. دوی د جادې په اړخ کې دوه بکسونه ويني او فکر کوي چې دا به يو چا کثافات پکې غورځولي وي، بکسونه را اخلي چې نورو چلونکو ته مزاحمت جوړ نه شي.
د دې کورنۍ پلار چې ديفيد نومېږي او مور چې ايميلي نومېږي، دواړه په ګډه بکسونه را اخلي او د موټر شاته يې اچوي تر هغه وروسته په بازار کې د اړتيا وړ مواد اخلي او د کور په خوا روانېږي.
ديفيد او ايميلي له خپلو اولادونو سره يوځای کور ته رسېږي او د رانيول شويو موادو سره دواړه بکسونه هم کور ته وړي، وروسته ګوري چې په په بکس کې خلطې دي او په هغو کې د ډالرو بانډلونه ځای پرځای شويدي.
خاوند او مېرمن ژر پوليسو ته زنګ وهي او له جريانه يې خبروي، پوليس تر راتګ وروسته پيسې شماري او وروسته پوهېږي چې په دواړو بکسونو کې يو ميليون ډالر پراته دي.
پوليس وايي څېړني يې پيل کړې، چې دا معلومه کړي چې چا او ولې په دومره لوړ مقدار پيسې په يوې جادې کې غورځولي دي، خو د دوی په خبره کله چې خاوند يې پيدا شي ديفيد او ايميلي ته بايد د دوی د صداقت او رښتنولۍ په خاطر ډالۍ ورکړي.
د کارولين د حوزې امر سکات موسر فاکس خبري اژانس ته ويلي چې د دې کورنۍ امانتداري بايد تقدير شي، ځکه په دومره اندازه پيسې هېڅوک بېرته چاته نه ورکوي، خو دوی د نورو پيسې وژغورلې او عالي مثال يې پرېښوده.