د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر مصباح الحق د اوسني لوبډلمشر سرفراز احمد لوبډلمشري ښه بللې او د لوبډلمشر په توګه یې د هغه د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.
مصباح الحق او وسیم اکرم دواړو ویلي چې سرفراز د پاکستان لپاره بریالی لوبډلمشر تمام شوی دی.
د سرفراز په لوبډلمشرۍ کې پاکستان په ۳۳ شل اوریزه لوبو کې ۲۹ لوبې ګټلي دي.
د سرفراز په لوبډلمشرۍ کې په ۲۰۱۷ م کال کې پاکستان د قهرمانۍ جام سیالۍ یا ورلډ چمپیئن ټرافي وګټله. پاکستان په پایلوبه کې هندوستان ته ماته ورکړې وه.
که څه هم سرفراز په دې وروستیو کې د توپ وهنې په برخه کې کمزوری شوی او ښایي دا د لوبډلمشرۍ د ذمه وارۍ علت هم وي.
که څه هم سرفراز احمد یو مثبت لوبډلمشر اټکل شوی دی؛ خو د ۲۰۱۸ م کال اسیا جام سیالیو کې د پاکستانۍ لوبډلې کمزورو لوبو د هغه لوبډلمشري وننګوله.
بنګله دېش او هندوستان ته یې لوبې وبایللې، له افغانستان څخه یې په ډېر سخت حالت کې لوبه وګټله، چې ډېر رول پکې د شعېب ملک و.
اوس تازه پاکستان په عربي متحده اماراتو کې اسټرالیا او نیوزیلېنډ ته په شل اوریزه لوبو کې درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې.
پاکستانۍ لوبډله اوس له نیوزیلېنډ سره د یو ورځنیو لوبو سیریز مخ ته وړي، چې یوه لوبه نیوزیلېنډ او بله پاکستان ګټلې ده.
پاکستانۍ لوبډله د شل اوریزه لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري.
مصباح الحق ویلي دي، چې سرفراز باید د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس جام کې هم د لوبډلمشر په توګه پاتې شي.
نړیوال پنځوس اوریز جام د افغانستان په ګډون د لس لوبډلو په شتون کې په انګلستان هېواد کې د می په ۳۰ مه نېټه پېلېږي او د جولای تر ۱۵ مې نېټې به دوام وکړي.
۲۰۱۵ م کال کې نړیوال پنځوس اوریز جام په اسټرالیا او نیوزیلېنډ هېوادونو کې ترسره شوی و، چې اسټرالیا اتلولي ګټلې وه.
پاکستان د ۲۹ یو ورځنیو لوبو څخه د سرفراز احمد په لوبډلمشرۍ کې ۱۹ لوبې ګټلي او لس یې بایللې دي، چې ۶۵ سلنه لوبې یې په ګټه پای ته رسولي دي. او په شل اوریزه لوبوکې یې بیا د بریا سلنه ۸۷ ده.