ولسمشرغني: د مخامخ مذاکراتو په اړه توافق شوی؛ ۴۰ کلنه غمیزه پای مومي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
  • راپور: غازي عابد

افغان ولسمشر محمدا شرف غني نن د ملي شوار ۱۷مې تقنینې دورې د دویم کال پرانیسته.
هغه په دې مراسمو کې وینا وکړه. اجرایه رییس عبدالله عبدالله، د ملي شورا مشران او غړي او د کابینې یو شمیر وزیرانو هم په دې مراسمو کې ګډوند درلود.
افغانستان پخوانی نه دی !
ولسمشر اشرف غني وویل د افغانستان اوسنی ولس نه د تېرو ۹۰ کالو ولس دی او نه هم د تېرو څلوېښتو کالو، بلکې ژوندی، پوه، ژمن او د پرمختګ غوښتونکی دی.
هغه وویل:

«پر مساوات او حقونو باندې ټینګه ټولنه لرو، موږ به انشاالله تعالی ملي وحدت، اتفاق، ارادې او برنامو باندې باثباته نظام او هوسا ټولنې ته ورسېږو.»

د څلویښت کلنې غمیزې پای
ښاغلی غني وايي، د تاریخ په پړاوو کې موږ د یووالي اونفاق دوه حالته لیدلي دي. کله چې موږ د وحدت په صف کې درېدلي یوو، لویې کارنامې مو کړې دي او د نفاق په حالت کې برعکس ډېرې وړې ستونزې په لویو فاجعو بدلې شوې دي.

هغه زیاته کړه:

«نن چې د څلوېښت کالو تاوتریخوالي د پایته رسېدو فرصت برابر شوی دی، نو ملي وفاق ته اړتیا لرو. د پخوا برخلاف زموږ ملي وثیقه زموږ د وفاق تګلاره ښیي.»

د خلکو استازي دې چمتو وي
هغه د ولسي جرګې وکیلانو او خلکو ته په خطاب کې وویل:

«موږ د سولې په برخه کې حساس ځای ته رسېدلي یوو او د خلکو غوښتنه دا ده چې ټول یو ځای او په یو غږ پرمخ ولاړ شو. اړتیا دا ده چې د خلکو محترم استازي هماغسې چې د خلکو په مشورو او انسجام کې خپل نقش لوبولی د سولې په مذاکراتو کې وروستیو مشورو او فیصلو ته هم اماده واؤسي.»

سیاسي او ټولنیز چوکاټونه او واحد صف
ولسمشر غني د سولې خبرو ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان د اوسني مقام د ساتلو لپاره اړتیا ده چې ټول ټولنیز او سیاسي چوکاټونه په یوه واحد صف کې ودرېږو او د سولې په نوي مسیر کې متحدانه پر مخ ولاړ شو. د سولې په اړه د افغانستان حکومت ټول تصامیم د مشورو پر اساس و او وي به.
د مذاکراتو توافق
ولسمشر غني وویل:

«د افغانستان دولت د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د توافق نامې هغه برخې چې تاوتریخوالی او بالاخره دایمي اوربند ته په کې اشاره شوې ده، همدارانګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د پیل په اړه توافق شوی دی. د دې دواړو هرکلی کوو.»

امریکا سره مشترکې ګټې

غني وویل:

«زموږ روابط نړیوالې ټولنې خصوصاً د امریکا متحدو ایالتونو سره په متقابل احترام او د مشترکو ګټو پر بنسټ ولاړې دي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ناټو سازمان ترمنځ او دغه راز د امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ دوه اړخیز امنیتي تړونونه پر ځای دي.»

ولسمشر غني په داسې حال کې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه بیا یادونه کوي چې ویل کیږي د پنځه زره طالب بندیانو نه خوشي کول به ددې مذاکراتو د ځنډ سبب شي.
همداراز تیره شپه هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد له افغان ولسمشر سره لیدلي او پر یو شمیر مسایلو یې سره خبرې کړي دي.