لیکوال: ممدوح المهیني
ژباړن: بشر دروېش
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د مایک پمپئو د معرفۍ په مراسمو کې ډونالډ ټرمپ د ټوکې په ډول حاضرینو ته وویل، چې باور یې نه راځي دغه پمپئو به د امریکا د نیویارک له پوځي پوهنتون څخه د انجینرۍ برخې اول نومره فارغ وي.
ټرمپ وویل: فکر مې کاوه، چې دا یوه مبالغه ده، څو کسو نه مې واوریدل، باور مې نه راته، خو چې پمپئو دا خبره تایید کړه، ورته حیران شوم.
له دې خبرې سره په سالون کې د خندا شور شو.
دا د ټرمپ ټوکه وه، خو د پمپئو اول نومره ګي کومه عجیبه خبره نه ده. هغه له هاروارډ پوهنتون څخه په حقوقو کې دوکتورا اخیستې او د ټولنې په نوم یوه مشهوره حقوقي مجله کې یې کار هم کړی. هلته یې د کار بریالۍ تجربې لرلې، سربېره پر دې شپږ کاله د امریکا په پارلمان کې د کانزاس ایالت استازی هم و .
د پمپیو په اړ د ټرمپ ټوکه او خبرې
دوستان یې وایي: پمپئو له هغوانسانانو څخه دی، چې له موره دې نړۍ ته هوښیاران زېږي.
پمپئو په وروستیو کې د بهرنیو چارو وزیر په توګه د شمالي کوریا له رهبر کیم اون جونګ سره د تاریخي لیدنې او ځينو ایران ضدو ویناوو له کبله ډېر مشهور شو.
د پمپئو پلویان په دې زمانه کې د هغه موجودیت یوه نېکمرغي ګڼي. دوی وایي پمئو د ژوند لپاره خپل خاص اخلاقي اصول لري او هڅه کوي، چې عملي یې کړي. پمپئو په دې حساسو شرایطو کې نړۍ ته د ایران د رژیم، القاعدې ډلې او حزب الله په ګواښونو ډېرښه پوهیږي.
داسې ښکاري، چې هغه د سي آی ای د ریاست له مهاله پر ټرمپ خپل ځانګړی اغېز درلود.
دا اغېز هغه مهال لا پياوړی شو، چې ټرمپ سره یې په ګډو ناستو کې د امریکا د ملي امنیت پر وړاندې ګواښونه ورته په خاص انداز بیان کړل.
دا هغه وخت و، چې مک ماسټر د امریکا د ملي امنیت سلاکارو. ماسټر د خپل ریس شخصیت سم نه پېژنده، ځکه خو له ټولې اکاډمیکې پوهې سره په کور کړل شو.
پمپئو، چې د مک ماسټر ځای ناستی وټاکل شو، ویې کړای شول چې ټرمپ خپل غرور ته را مات او تابع کړي. پمپئو خپله هوښیارتیا د کتابونو او پوهنتونونو ترڅنګ له ټولنې څخه ترلاسه کړې.
پمپئو په جمهوري غوښتونکو ګوند کې له ټرمپ څخه اوږده سابقه لري.
پمپئو یو مهال سوداګري کوله، هغه په خصوصي سکتور کې د دولتي لاسوهنې په غبرګون کې یو ځل خپل کارونه ودرول او واشنګټن ته یې په بندولو پسې لاړ. دی وتوانیده چې پرخصوصي سکتور د دولتي قیوداتو او ټیکس سطحه کمه کړي.
پمپئو په نړیواله سطحه له ټولو هغو کسانو سره د سخت چلند پلوی دی، چې په وینا یې نړیوالې سولې او ثبات ته تاوان پېښوي. ده روسیې ته د تښتیدلي مخکیني امریکایي جاسوس اډوارډ سنوډن د اعدام د غوښتنې ملاتړ په همدې دلیل وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو برحال وزیر په پارلمان، استخباراتو او بهرنیو چارو وزارت کې د پرله پسې کار له بریالیو تجربو سره په هغه کس بدل شوی، چې د نیویارک ټایمز په وینا (مخکښ جاسوس او مخکښ دیپلومات) ګڼل کیدای شي.
هغوی چې پمپئو پېژني وایي مودب سړی دی خو کمزوری نه دی. دی خوږه ژبه لري، خو په خبره یې ولاړ دی. هغه دیپلومات دی، خو ثبات پکې ساتي. دی هم په دنده کې د اصولو خیال ساتي او هم لکه د ځینو بیمانه مامورینو بلې ویلو ته نه دی پیدا شوی. پمپو په دې پوه دی، چې ټرمپ څنګه له ځانه راضي وساتي خو په ورته وخت کې په صراحت او ادب د هغه پر وړاندې خپل مستقل نظریات او دلایل یې بیانوي.
د سي آی ای د ریاست پرمهال هغه د بې رحمۍ سابقه هم لري. ده د القاعدې ډلې خلاف د عملیاتو په اړه یو ځل په ښکاره وویل، چې یوازې سرسخته بې رحمي دغه ډله له پښو غورځولې شي.
د جاسوسۍ او دیپلوماسۍ دواړو هدف یو دی، دواړه وسیلې هر کله د استفادې وړ دي. امریکا د ځینو په نظر بختوره ده، چې په سختو ناندریزو شرایطو کې داسې څوک د بهرنیو چارو د وزیر په توګه لري چې هم تر ټولو مخکښ جاسوس او هم تر ټولو مخکښ دیپلومات یادیږي!