د کم هدف څخه د ممبی لوبډلې دفاع

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د آی پي اېل پنځمه لوبه په چینای ایالت کې د آی پي اېل د غوره لوبډلې ممبيي انډیئنز او پیاوړې لوبډلې کلکته نایټ رایډرز ترمنځ ترسره شوه.

کلکتې د ټاس په ګټلو سره ممبيي ته د توپوهنې بلنه ورکړه؛ دې لوبډلې ته په توپوهنه کې دوه لوبغاړو ښه لوبه وکړه، روهېټ شرما په ۳۲ توپونو د یوې شپږیزې او درې څلوریزو په مرسته ۴۳ منډې وکړې.

د دې لوبډلې لپاره ون ډاون توپوهونکي سوریا کومار یداف خورا ښه توپوهنه وکړه او په ۳۶ توپونو یې ۵۶ منډې وکړې، چې ۲ شپږیزې او اووه څلوریزې پکې شاملې وې.

ممبيي په ټولو اورونو کې د ۱۰ وېکټو په لوېدو سره ۱۵۲ منډې وکړې او کلکتې ته یې ۱۵۳ منډې هدف ورکړ.

رسل په ۴ اورونوکې ۱۵ منډې ورکړې او د ممبيي ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

کلکتې لپاره اوپنرانو شوبمن ګېل او نېتېش رانا ښه پیل وکړ، شوبمن ګېل په ۲۴ توپونو ۳۶ منډې وکړې او نېتېش رانا بیا په ۴۷ توپونو ۵۷ منډې ترسره کړې.

داسې وخت راورسېد، چې په ۲۸ توپونو ۳۱ منډې پاتې وې او دا مهال کرونال پانډیا، جسپرېت بومرا او راهول چهر داسې توپ اچونه وکړه، چې د کلکتې ځواکمن بېټېنګ لاین یې مات کړ، مورګن، رسل، پټ کمېنس او شکېب الحسن ژر، ژر وسوځېدل او په وروستي اوور کې ۱۳ منډې پاتې وې، چې د نیوزیلېنډ کیڼ لاسی چټک بالر ټرېنټ بولټ اټېک ته راغی.

بولټ یواځې درې منډې ورکړې او ممبيي په لس منډو په بریا ونازاوه.

کلکتې لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ وېکټو په نقصان سره ۱۴۲ منډې وکړې.

راهول چهر په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او څلور وېکټې یې ترلاسه کړې، د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم چهر واخیسته.

ټرېنټ بولټ ۴ اورونوکې ۲۷ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې.

سبا ماښام شپږ نیمې بجې سنرایرز حیدراباد د بنګلور پر وړاندې د لیګ شپږمه لوبه کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.