میسي له بارسلونا څخه د خپل ملګري سواریز په جلاکېدو خواشینی سو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبریال: فضل الله فضلي
د هسپانوي بارسلونا کلب بریدګر لوبغاړی لیوس سوارز له ۶ کلنو وروسته له بارسلونا کلب څخه جلا او د یو بل هسپانوي کلب اټلاټیکوماډریډ سره یو ځای سو.
وروسته له هغه چي بارسلونا کلب له بایرن مونیچ څخه په چمپنیز لیګ لوبو کي ۸ پر صفر سخته ماته وخوړه، خپل روزونکی بدل او د یو شمېر لوبغاړو د تبدیلي پلان یې جوړ کړ.
پدې لوبغاړو کي د لیونل میسي نږدې ملګری سواریز هم وو، چي دی د کلب رئیس او نوي روزونکي د نا خوښۍ او نوي پلان له مخي اټلاټیک ماډریډ کلب ته په قرضي شکل ورکړ.

سواریز تېره ورځ د اټلاټیک کلب سره دوه کلن قرارداد وکړ او یاد کلب دته ۶ میلیونه یورو انعام هم ورکوي.
سواریز د بارسلونا لپاره په ۲۸۳ لوبو کي ۱۹۸ ګولونه او ۱۰۹ د ګول پاسونه ترسره کړي او ۱۳ مختلف جامونو کي شامل دئ.

تېره ورځ سواریز د بارسلونا څخه د جلاکېدو کنفرانس ورکړ او سخته خواشیني یې څرګنده کړل.
نوموړي په ژړا کي خبري کولې او د خپل بارسا کلب خاطراتو یادونه یې وکړل او د کلب د رئیس څخه یې مننه وکړل چي پر ده یې تراوسه باور کړی وو.
له نوموړي وروسته دده ۶ کلن ملګري لیونل میسي هم خواشیني څرګنده کړې او دته یې ښه بخت غوښتی.Berita Liga Spanyol : Barcelona Kontrak Putra Messi Yang Masih Berusia Tiga  Tahun | Berita Bola 2019 SatuPedia.Com
میسي په انسټاګرام کي لیکلي:

دا به ماته جالیبه وي، چي زه تا په بل لباس کي وینم، زما و ستا خاطرات، خواړه او کورنۍ به همېشه یادګار پاته وي، دا ډېر خراب کار وسو، دا به ډېره سخته وي، چي بې تا ورځي تېرېږي، زه ډېره مینه درسره لرم او ژر به ووینو.

د بایرن مونیچ تر لوبي وروسته میسي هم ویلي وو، چي د بارسلونا کلب څخه نور مخه ښه کوي، خو ولي د کلب رئیس یې مخالفت وکړ او هغه په مختلفو لارو بیرته په خپل کلب کي پاته کړ.