میسي د خپل کلب ورزشي مدیر ابیدال خبري غندلي دي.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبریال: فضل الله فضلي
د بارسلونا کلب پخواني لوبغاړي او د دې کلب اوسني ورزشي مدیر ایریک ابیدال د سپورټس په یو مرکه کي وویل چي له هغه وروسته چي بارسلونا د ریال مادرید سره د الکلاسیکو لوبه مساوي کړه، ددې کلب د روزونکي والورډي د لیري کولو خبري مو پیل کړې.
نوموړي په دې مرکه کي دا هم ویلي چي د بارسلونا لوبغاړي سم نه دي.
د ابیدال د خبرو اصلي هدف دا وو، چي د بارسلونا د پخواني روزونکي سره د بارسلونا لوبغاړي ناراضه او ناخوښه وه، خو په څنګ یې د لوبغاړو ناسمه کارګردګي هم یادوله.
د ابیدال خبرو د میسي غبرګون وپاروئ.
maxresdefault میسي د خپل کلب ورزشي مدیر ابیدال خبري غندلي دي.
لیونل میسي تېره سه شنبه د انسټاګرام له لاري ابیدال ته په خطاب کي وویل چي هر هغه لوبغاړي چي ښه نه لوبیږي او ابیدال یې ادعا کوي، لطفاً نومونه دي یې په ډاګه کړي.
میسي غوښتي چي پر لوبغاړو باید انتقاد ونه سي، ځکه لوبغاړي دي، چي په لوبه کي خپل هر ډول مسؤلیت ویني او د ترسره کولو هڅي یې کوي.
میسي دا هم ویلي چي د لوبډلي د شاته کېدو په صورت کي باید اړوند چارواکي خپل ځواب ووايي.
د لیونل میسي د خبرو هدف داوو، چي بې ځایه افوهات او خبري باید ونسي او لوبغاړي دا څه نسي ځغملای.
اوس بارسلونا کلب د ابیدال سره د خبرو موقع غوښتې ده، چي د میسي د ځواب په اړه خبري ورسره وکړي.
skysports barcelona quique setien 4891522 میسي د خپل کلب ورزشي مدیر ابیدال خبري غندلي دي.hi res d4970ba1c2ad178de59112e0afb535e6 crop north میسي د خپل کلب ورزشي مدیر ابیدال خبري غندلي دي.
بارسلونا کلب د نوي عیسوي کال د جنورۍ میاشتي په اولو کي ددې کلب پخوانی روزونکی والورډي وایستئ او پر ځای یې کوکی سټین وټاکئ.