تر ۲۰۲۰ پورې د مسینجر، وټس اپ او انسټاګرام یوځای کیدل

سپینه تجريدي ډیزاین

د فیسبوک مالک مارک زکربرګ داسې پرېکړه کړې ده چې انسټاګرام، وټس اپ او مسینجر درې واړه په یو بل کې مدغم کړي.
د انګلیستان د یوې مجلې د خبر له مخې، مارک زکر برګ داسې پرېکړه کړې چې د فیسبوک مسینجر یا پیغام استوونکی، وټس اپ او انسټاګرام د پيغام استولو په شریکولو یا یو بل سره یوځای کولو باندې باندې کار وکړي.
د رپوټونو له مخې دا کار ژر کېدونکی نه دی او داسې اټکل دی چې تر یوه کال یعنې تر ۲۰۲۰ کاله پورې پوره شي.
uploads2Fcard2Fimage2F9257342Fb41b1139 597f 45cf 96a5 تر ۲۰۲۰ پورې د مسینجر، وټس اپ او انسټاګرام یوځای کیدل
د پيغامونو، فایلونو، ویډیو ګانو او انځورونو د لیږل کېدو او رالېږل کېدو لپاره استعمالېدونکي دغه درې واړه اپلیکشنونه د یوه بل سره تړل کېږي چې له امله به یې د فیسبوک د مسینجر استعمالونکي نه یوازې د وټس اپ او انسټاګرام استعمالوونکو سره مسیجونه وکولی شي بلکې وبه کولی شي چې فایلونه هم یو بل سره شریک کړي.
د فیسبوک مالک مارک زکربرګ ویلي، چې اوس مهال دغه درې واړو اپلیکشنونو مرکز سره شریک نه دي او استعمالوونکي یې د یوه پیغام استوونکي یا یو ډول څخه بل ډول پیغام استوونکي ته مسیج نشي کولی.
په خبره یې د ۲۰۱۹ کال تر وروستیو او یا هم تر ۲۰۲۰ کاله پورې به دا ممکن شي چې فیسبوک څخه وټس اپ او وټس اپ څخه انسټاګرام ته پیغامونه واستول شي.
د یادولو ده چې چې د وټس اپ، انسټاګرام او مسینجر څخه فیسبوک ته مواد یا ډیټا شریک کېدلی شي خو تر اوسه د دغه واړو ډولونو څخه یو بل ته مستقیما پیغام نه شي استول کېدلی.