د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله ټولنه: پر سیاسي خپرونو د طالبانو بندیز د بیان د ازادۍ یو بل ځپونکی اقدام دی

په کابل کې د طلوع نیوز دفتر، انځور له ارشیف څخه

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې ټولنې CPJ د افغانستان په کورنیو رسنیو کې د طالبانو د حکومت له خوا د سیاسي او اقتصادي پروګرامونو پر خپرونو بندیز یو ځپونکی اقدام بللی دی.

د کورنیو رسنیو ځینو سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه)  ویلي و، ” طالبانو امر کړی چې سیاسي خپرونې دې له دې وروسته د رسنیو له لارې نه خپرېږي”.

CPJ پرون په یو بیان کې د ځینو سیمه ایزو خبریالانو له قوله وویل، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو مسوولانو ته په شفاهي پیغام کې لارښوونه کړې ده چې سیاسي او اقتصادي موضوعات دې یوازې د طالبانو له ویندویانو سره د خبرو له لارې مطرح کوي.

د CPJ په بیان کې د اسیا د برخې د همغږې کوونکې بېه لیه یې له قوله راغلي دي چې نوموړې وايي، د طالبانو دا اقدام د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو په اړه د راپورونو او بحثونو د سانسور لپاره یوه بله ځپونکې هڅه ده.

نوموړې زیاتوي،” دا اقدام په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو د جدي هڅو څرګندونه کوي”.

د خبریالانو د خوندیتوب سازمان د دې اقداماتو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.

طالبانو، چې وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیت ته ژمن دي، د نورو محدودیتونو ترڅنګ په تېره تلې میاشت کې رسنیو ته سپارښتنه وکړه چې سیاسي خپرونې دې په ژوندۍ بڼه نه خپروي.