د افریقا سوداګریزکرکټ لیګ چې د شپږو لوبډلو په ګډون د نومبر په ۱۶ مه نېټه پیل شوی و د ډېسمبر په ۱۶ مه نېټه پای ته رسېږي.
په دغې لوبډله کې جوزي سټارز، نېلسن منډېلا، کپټاون بلېټز، ډوربېن هیټ، پارل راکس او ټي شوېن سپرټن لوبډلې ولوبېدې.
د دې لوبو ځانګړنې:
د نړۍ په نورو لیګونو او هم نړیوالو لوبو کې کله چې یوه لوبډله لوبه ګټي، دوه نومرې یا پواینټونه ورکول کېږي؛ خو په مزانسي سوپرکرکټ لیګ کې بیا د بریا په ترڅ کې لوبډلې ۴ نومرې ترلاسه کولې.
د دې لوبو پر مهال د ننداره کوونکو له خوا په لوبډلو شرطونه اېښودل کېدل، چې د بریا او بایلود پر مهال به پېسې لګول کېدې او شرط ګټونکي به اخېستلې.
په همدغو شرطونوکې دوه ځلې په دغو سیالیو کې ځېنې کسان د پولیسو له خوا د نا امنۍ په تور ونیول شول.
په مزانسي سوپر لیګ کې یو افغان لوبغاړی:
په دغه لیګ کې یواځې راشدخان ولوبېد، نور لوبغاړي ځکه ونه لوبېدل، چې په دغو لوبو کې ډېره پورې افریقایي لوبغاړي شامل وو او د نړۍ څخه یواځې ډېر مشهور لوبغاړي پکې ولوبېدل.
د افغان لوبغاړو د نه لوبېدو بل علت دا هم کېدای شي، چې دوی خپله وزګار نه وو، ټي ټېن لیګ، هندوستان کې تمرینات او ایمرجېنګ جام سیالۍ هغه څه وو، چې افغان لوبغاړي له مزانسي لیګ څخه پاتې شول.
راشدخان په دغه لیګ کې د ډوربېن هیټ لوبډلې سره ولوبېد، په درې لوبو کې یې ۶ وېکټې واخېستې، ۱۲ اورونه یې ترسره کړل او ۸۳ منډې یې ورکړې.
راشدخان په داسې حال کې له ډوربېن لوبډلې سره یو ځای شو، چې لوبډلې یې نور د مخکې تګ چانس له لاسه ورکړی و؛ خو د نومرو په اخېستلو کې ورسره راشدخان مرسته وکړه او ۱۴ نومرې یې واخېستې.
د مزانسي کرکټ لیګ پایلوبه:
په دغه لیګ کې د کپټاون لوبډله د ۳۰ نومرو په لرلو سره پایلوبې ته ولاړه او د نیمه پایلوبې څخه ورته د جوزي سټارز او پارل راکس لوبډلو څخه یوه ورتلله؛ خو د دېسمبر په ۱۴ مه نېټه د جمعې په ماښآم د شدید اورښت له امله لغوه شوه؛ لکه څنګه چې د نومرو په جدول کې د جوزي سټارز لوبډله له پارل راکس څخه مخکې وه؛ نو جوزي سټارز لوبډله پایلوبې ته ورسېده او د ډېسمبر په ۱۶ مه نېټه د یکشنې په ماښام د کپټاون او جوزي سټارز لوبډلې پایلوبه کوي.
د جوزي سټارز لوبډلې لوبډلمشر ډېن ویلاس دی، چې د سهیلي افریقا ۳۳ کلن لوبغاړی دی او د کپټاون لوبډلې لوبډلمشر بیا د سهیلي افریقا ملي لوبډلې منځنی هېټر توپ وهونکی فرهان بېهارډین دی.
په دغه لیګ کې ټولې ۳۲ لوبې وې، چې یوه یې ونه شوه او ۳۱ لوبې یې ترسره شوې.
دغه لیګ پوره یوه میاشت دوام وکړ.