جالیبه نه ده؟ په کرکیټ نړیوال جام کي یوازي یو لوبډلمشر توپ اچوونکئ دئ.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

کرکیټ د فوټبال په پرتله یو د ښه ذهن او ښه فکر کڼترولوونکې لوبه ده، چي تر ډېره دا کار په کرکیټ کي د توپ وهونکو په برخه وي.
په کرکیټ لوبډله کي دا مسؤلیت ځکه د توپ وهونکي او یا الراونډر وي، چي هغه د توپ اچوونکي په پرتله جسماً په لوبه کي هوسا وي او لوبه ښه کنټرولولای سي او رهبري کوي یې.
لوبډلمشري یو ډېر سخت کار دئ، چي د لوبي په ګټلو کي زیاته سلنه رول لوبولای سي.
د کرکیټ په لوبه کي توپ وهونکی نسبتاً توپ اوچوونکي ته هوسا او آرام وي، چي یو لامل یې دادئ چي د توپ اچوونکي په څېر د ډګر ساتني پر مهال نه وي ستړی.
هو؛ یو توپ اچوونکی ددې ستړي دندي ترڅنګ د یوې لویي لوبډلي لوبډلمشري په غاړه لري، چي پواسطه یې نړیوال قوي لوبډلو ته سختي ماتي هم ورکړي دي.
مشرفي مرتضی یادوو؛ چي د بنګله دېش لوبډلي سره په سږ نړیوال جام کي لوبډلمشري په غاړه لري، چي تر دې مهاله یې خپلي لوبډلي ته درې مهمي لوبي هم ګټلي دي.
Mashrafe Mortaza ban nzl getty جالیبه نه ده؟ په کرکیټ نړیوال جام کي یوازي یو لوبډلمشر توپ اچوونکئ دئ.
یادي لوبډلي د مرتضی په مشرۍ اووه لوبي کړي، چي درې یې بیا بایللي او یوه لوبه یې د باران له امله لغوه سوې، خو لوبډله یې اوسمهال د نړیوال جام د جدول په لسو غورو کي ۵ درجه ده.
تر دې مهاله د نړیوال جام ۴ غوره لوبډلي هند، انګلینډ، نیوزلینډ او اسټرالیا دي، چي د لوبډلو لوبډلمشران یې توپ وهونکي دي.
په نړیوال جام کي یوازي دوه لوبډلمشران د افغانستان او ویسټ انډیز دا الراونډران دي، چي توپ وهنه او توپ اچونه دواړه ترسره کوي.
د پاکستان، سریلانکا او سوت افریقا لوبډلمشران هم توپ وهونکي دي.
مشرفي مرتضی له ۲۰۱۰ کال راهسي د بنګله دېش د ملي لوبډلي لوبډلمشري په غاړه لري.
نوموړي په ۸۳ لوبو کي بنګله دېش ته ۴۷ لوبي ګټلي دي، چي په یو ورځنیو لوبو کي یې د ګټلو سلنه ۵۸،۲ ده.
نوموړی اوسمهال ددې ترڅنګ د بنګله دېش د شل اوریزو لوبو او ټیسټ لوبو لوبډلمشر هم دئ.