د پارلمان ترټولو ځوانه وکیله؛ مریم سما څوک ده، ولې د ډېرو ژبو پر سرده؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: نسیم پياوړی
مریم سما د ولسي جرګې د اوسنۍ ترټولو ځوانه وکیله ګڼل کیږي.
د هغې عمر دقیق نه دی معلوم، خو موکلین یې او رسنۍ وخت په وخت هغه د ولسي جرګې ترټولو ځوانه غړې ګڼي.
دغه مشهوره رسنیزه څېره د کابل ولایت د پارلماني ټاکنو په ناندریزو پایلو کې له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته بریالۍ شوې ده.
سما څوک ده؟

مریم سما د هرات ولایت اصلي اوسیدونکې ده، چې هلته له زوکړې وروسته یې د ژوند لویه برخه په ایران کې تېره شوې ده.
د مریم په وینا په ماشومتوب کې ایران ته کډواله شوي وو، پلار یې مړ و او دوی له فقر او سختۍ څخه ډک د کډوالۍ ژوند هلته تېرکړی.
نوموړې د خپلو زده کړو ډېر کلونه په ایران کې تېر کړي، خو د دولسم ټولګي د فراغت سند یې د هرات ولایت له یوې لېسې اخیستی.
نورې زده کړې او رسنۍ
مریم سما وایي په اداره او مدیریت کې یې د لسانس سند اخیستی او په نیږدې وخت کې به د سیاسي علومو له پوهنځي هم فارغه شي.
د هغې په وینا په هرات کې د ښوونځي د وروستیو کلونو د زده کړو پر وخت یې د لېسې له فرهنګي کمېټې او یوې بلې فرهنګي ټولنې سره همکاري لرله.
وایي له کوچنیوالي یې فرهنګي کارونه خوښیدل، د لېسې د زده کړو پر وخت یې د غونډو ویاندویي کوله او هم یې چاپي رسنیو ته خپل شعرونه او لیکنې خپریدو ته ورکول.
مریم سما وایي فرهنګي او رسنیز ډګر ته راتګ یې نه ډېر تصادف او نه هم ډېر شوق و.
د دې په خبره شوق او زمینه سازي دواړو ورسره په فرهنګي او رسنیز ډګر کې د فعالیت زمینه مساعده کړې ده.
پر ایرانۍ لهجې یې نیوکې
پر مریم سما د هغې د مخالفینو یو لوی نقد دا دی، چې په ایرانۍ لهجه غږیږي.
مریم سما د دوی دا نقد مني، خو وایي له شوقه داسې نه غږیږي؛ بلکې په ایران کې ژوند کولو یې لهجه اغېزمنه کړې ده.
هغه د دې ترڅنګ، چې وایي په دې لهجه خبرې له شوقه نه کوي، وایي فکر کوي چې د لهجې مسئله دومره مهمه هم نه ده، لکه مخالفین یې چې نقد ورباندې کوي.
ویانده مریم سما
مریم سما له ډېرو کلونو راهیسې رسنیز فعالیتونه لرل، خو ډېر شهرت یې په طلوع نیوز خبري شبکه کې د ویاندۍ پر مهال ترلاسه کړ.

مریم وایي له تلویزوني فعالیت څخه یې زیات وخت له چاپي رسنیو سره په کارکولو کې تېرشوی.
هغه د دې ترڅنګ ټولنیزه او مدني فعاله هم وه.
اقتصاد او کورنۍ
مریم وایي کورنۍ یې دومره شتمنه نه وه؛ بلکې غریبه هم وه.
د هغې په وینا دې هم کار کړی، هم یې درس ویلی او همدومره پیسې یې ګټلي، چې ژوند یې پرې شوی.
د فعالیتونو په اړه یې وایي، چې کورنۍ او دوستانو هڅولې او ملاتړ یې ورڅخه کړی.
د مریم پلار وفات شوی، د کورنۍ ځینې غړي یې په هندوستان کې ژوند کوي.
هغه وایي واده یې نه دی کړی او تراوسه مجرده ده.
څنګه وکیله شوه؟
مریم سما په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې وکالت یې د خلکو او خاصتاً د ځوان نسل په ملاتړ ترلاسه کړی.
د هغې په خبره د کمپاین پر وخت یې نه چا ته پیسې او نه هم ډوډۍ ورکړې.
د مریم پلویان هغه د ځوان نسل یوه مخکښه استازې او با جرئته نجلۍ ګڼي، خو منتقدین یې څه ښکاره او څه پټ هغه د ارګ د ځینو کړیو په ملاتړ وکیله شوې ګڼي.

د ولسمشر مخکینی سلاکار حبیب الله احمدزی، چې هغه هم له کابله ولسي جرګې ته نوماند و او په وروستیو پایلو کې د لومړنیو برعکس ناکام اعلان شو، پخپله ناندریزه مرکه کې په کنایوي ډول مریم سما باندې نیوکې لرلې.
احمدزي د ارګ ځینې کړۍ د کابل او ټول هېواد د پارلماني ټاکنو په پایلو کې په لاسوهنې تورن او وویل: دا څنګه کیدای شي، چې یوه نجلۍ له هراته کابل ته راشي او د زرګونه رایو په اخیستو سره کامیابه شي؟
خو ارګ دا تور رد کړی او احمدزی یې د دغو ادعاوو د سپیناوی لپاره لوی څارنوالۍ ته معرفي کړی.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.