خواجه آصف ته د منظور پښتین، وحید عمر، رحمت الله نبیل او محسن داوړ ځواب

سپینه تجريدي ډیزاین

فضل الله فضلي
د پاکستان پخواني د کورنیو چارو وزیر خواجه آصف په ټویټر کي یو ټویټ کړی او دا ټویټ د سیمي او په خاص ډول د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي.
وړمه ورځ خواجه آصف په ټویټر کي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او په قطر کي د طالبانو د مرستیال ملابرادر د عکس په پورته کولو سره لیکلي وه:

(زور ستاسي سره دئ او الله زموږ سره دئ، الله اکبر)


د نوموړي دا ټویټ د زیات شمېر افغانانو او په خاص ډول د افغان لوړ پوړو چارواکو د غبرګون سره مخ سوي او ددې ټویټ په جواب کي د افغان ولسمشر لوی سلاکار وحید عمر ورته لیکلي:

۱- کله چي تاسو د دفاع وزیر واست، همدغه ملا برادر ستاسي تر شکنجو لاندي او محبس کي بندي وو.
۲- تاسو وزیر واست، پر یو مکتب د طالبانو په یو برید کي ۱۴۹ ماشومان ووژل سول، نو خدای د دوی سره نه وو؟
۳- آیا تاسو چي وزیر واست، هم مو د الله اکبر نارې وهلې؟


له ښاغلي عمر وروسته د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین  د پاکستان سره د امریکا د مېلیونو ډالرو مرستو ته په اشاره خواجه آصف ته لیکلي:

پاکستان ریاست چي تر اوسه مېلیونونه ډالره اخیستل، هغه د چا وه؟


ددې غورځنګ یو بلي مخکښي څهرې او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ خواجه آصف ته داسي لیکلي:

خدای نه ظلم کوي او نه د ظالمانو سره دئ، الله د یوې ذرې په اندازه هم ظلم نه کوي.


د افغان حکومت د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم د ټویټ په جواب کي ورته لیکلي دي:

آصف جی! خدای ستاسي په اجاره کي نه دئ، بلکه وژني، وحشت او غارت تاسو ته درپاته دي.


پدې وروستیو کي ځنو پاکستاني پخواني او اوسنیو چارواکو د طالبانو په ملاتړ ټویټونه کړي دي.
پاکستان رسماً د خواجه آصف د ټویټ په اړه څه نه دي ویلي.
لدې مخکي څه موده وړاندي د پاکستان د پخواني لومړي وزیر پرویز مشرف یو ویډیو راوتلې او مشرف پکښي وايي چي دوی طالبانو ته وسلې ورکولې او افغانستان ته یې د جنګ لپاره لېږل.
اوس مهال د افغان حکومت او طالب ډلي ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو شپې و ورځي تېریږي او د دې تازه مذاکراتو د پیل څخه افغان ولس هیله لري، چي د اوربند په پیل سره به دا مذاکرات دوام پیدا کړي او هیواد ته به یو تلپاتي سوله راسي.