ژباړه: عطا محمد میاخېل
یو ښه مدیر باید پیاوړې او ځواکمنه تصمیم نیونه ولري او له خپلو کارکوونکو سره مشارکت ولري او هغوی ته د تجربې او زده کړې فرصت ورکړي، دغه راز خپل ټیم ته ځواک ور وبښي او له هغه څخه ملاتړ وکړي.
د یوه ښه مدیر ځانګړتیاوې او هغه څه، چې باید مدیران د خپل مناسب چلند په اړه پرې پوه شي
هرومرو د دې لپاره، چې یو ښه مدیر واوسئ، تر اوسه مو د یوه مدیر د چلندونو په اړه ډېر زیات مطالب لوستي دي او په دې باندې پوهېږئ، چې د یوه مدیر رول ډېر زیات مهم دی. په یوه لوړ او ځواکمن مقام کې کار کول او دغه راز د هغه مقام د کارکوونکو اداره کول، کولای شي سخت او ستونزمن کار وي او د مدیریت سمه کړنه تل آسانه او ساده کار نه دی، د دې پر بنسټ، چې تاسو یو مدیر یاست او یا هم مدیر لرئ، ګوګل څېړنه کړې ده، چې د ګوګل څېړنه د یوه ښه مدیر د ځانګړنو په اړه ده او د مدیریت په اړه ډېر مهم درسونه دي.
د دې لیکنې په دوام به موږ د یوه ښه مدیر په ډېرو چلندونو باندې رڼا واچوو. د هغه څه پربنسټ، چې ارواپوهان یې وایي: یو ښه مدیر باید د یوه رهبر په څېر غوره لارښود وي او د هغه په څېر ګام په ګام باید خپل ټیم وروزي او د خپل ټیم له غړو سره تمرین وکړي.
څه ستونزه لري، چې یو مدیر له نورو څخه نظر واخلي او هغه ترسره کړي؟ تاسو د یوه مدیر په توګه یوازې په شرکت کې کېنئ او له پاسه خپل کارمندان ارزوئ، نه یوازې، چې دا بسنه نه کوي، بلکې په بشپړه توګه به دا ډول کاري چاپېریال ستړی کوونکی وي. یوه ښه مدیر باید ښې آیډیاوې (نظریې) ولري.
ښه مدیر کاري آرامتیا لري
یو ښه مدیر باید ډېره زیاته کاري آرامتیا ولري، دا یو له ډېرو مهمو لاملونو څخه دی، چې هغه باید وکولای شي، د خپلو کارمندانو تمې په ښه توګه درک کړي او له هغوی سره د ملتیا لپاره، پخپله باید آرامتیا ولري.
یو ستر مدیر یو ښه روزنکی دی
یو ستر رییس او مدیر ستونزو ته د تجربې په سترګه ګوري او له هغو څخه زده کړه کوي.
یو ښه مدیر خپل ټیم ته ځواک وربښي او له هغه څخه ملاتړ کوي
د هر چا خوښېږي، چې په ځواک او دغه راز په ځان باندې په بشپړ باور سره، تر ټولو غوره تصمیم ونیسي؛ ښه رییس افرادو ته آزادي ورکوي، ترڅو هرڅه تجربه کړي او خطر ومني او په دې لاره کې له هغوی څخه ملاتړ کوي، یو محرم او خصوصي چاپېریال رامنځته کوي او د ټیم غړي باید وهڅول شي، چې د خپلو سیالانو په منځ کې خبرې وکړي. کله چې همزولی یې هم دا کار کوي، باید له هغوی څخه ملاتړ وکړي، یا سمه او پرځای نیوکه وکړي او په یوه ټیم کې هېڅوک باید د یوې نظریې ( آیډیا ) له لرلو څخه ونه شرمېږي او یا له خطر منلو څخه ونه وېرېږي.
یو ښه مدیر تولید کوونکی او پایلې محوره دی
د رییسانو خوښېږي، چې شاوخوا خلک یې دا باور پیدا کړي، چې د هر کار د ترسره کولو وړتیا لري، هغوی په دې باندې پوهېږي، چې څنګه د کیفیت لرونکي تولید لپاره د خپل ټیم انګېزه لوړه کړي.
یو ښه مدیر، یو ښه اړیکه ټینګونکی دی
هغه کسان، چې د نورو افکارو او خبرو ته غوږ نیسي او په اغېزمنه توګه معلومات وړاندې کوي، تر ټولو غوره مدیران دي. کله چې هر څه په سمه توګه پرمخ ځي، له ټولو څخه مننه کوي، خو له منفي فیډبک څخه هم وېره نه لري.
بریا ته په رسېدو کې د ښه مدیر اغېز ښندونکي چلندونه
هغوی په دې باندې ښه پوهېږي، چې ټیم او شرکت ته په کوم لور لارښوونه وکړي او په دې باندې ځان ډاډه کوي، چې ټول کسان په یوه تګلوري کې حرکت کوي؛ هغوی د دې موخې لپاره مشخصې موخې وړاندې کوي او د هغو په اړه واقع بینانه تمې لري.
ښه مدیران ټیم ته د نصیحت کولو لپاره، د ښو او کلیدي مهارتونو لرونکي دي
هغوی باید خبرې او عمل وکړي، دا په مدیریت کې یو اصل دی، خو مخکې تر هغې باید تجربه تر لاسه کړي، د بېلګې په توګه: که تاسو د معلوماتي ټېکنالوژۍ په یوه شرکت کې کار کوئ، رییس باید د معلوماتي ټېکنالوژۍ په اړه پراخ او هر اړخیز معلومات ولري. حتا که رییس بل بګرونډ ولري، نو باید د ټیم له ورځنیو دندو سره آشنا شي.
په شرکت کې د ښه مدیر مشارکت
په ډله کې هېڅ (زه) شتون نه لري! ښه او غوره مدیران د دې ځواک لري، ترڅو داسې یوه فضا رامنځته کړي، چې افراد د برابرۍ احساس ولري، نه دا چې افراد په بېلابېلو ډلو ووېشي او د یو بل پر وړاندې یې ودروي.
ښه مدیر یو پیاوړی او ځواکمن تصمیم نیونکی دی
رښتیا دا دي، چې رییسان باید سخت او ستونزمن تصمیمونه ونیسي، کله وخت په یوه شرکت کې دوه تصمیمونه نیول کېږي، خو دا مدیر دی، چې باید وروستی تصمیم ونیسي. پیاوړی تصمیم نیونکی په دې مانا دی، چې هغه تصمیم ونیسي، کوم چې د شرکت په ګټه دی او په دې باندې ډاډ ترلاسه شي، چې ټول افراد یې په دلیل باندې پوه شي.