د هند مشهوره سېنمايي ننداره لغوه سوه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

خبريال: مدثر دعوت

د ممبی فلم شوو نه ترسره کېږي.

په هند کې د کرونا وېروس د ډېرښت له کبله د ممبی ۲۲مه نړيواله ننداره سږکال نه ترسره کېږي او ۲۰۲۱ز ته وځنډول سوه.

د ممبی د متحرکو انځورونو اکاډمي ( MAMI) چې په هند کې د لويترينې نندارې پرانيستونکې ده ، د کرونا وېروس د ډېرېدو او پدې هيواد کې شاوخوا دوه ميليونه د کرونا ناروغانو ته د رسېدو په خاطر ياده ننداره لغوه سوه.

ددې نندارې مسولينو ويلي چې د راتلونکې کال د نندارې نېټه به ډېر ژر په ډاګه سي.

په هند کې 2,215,074 کسان په کرونا وېروس اخته دې چې له امله يې 44,466 کسان مړه سويدي.

ايشا امباني چې د ممبی د نړيوالي ننداره د جوړوونکو څخه ده وايي:” په ډېر تأسف سره بايد ووایم چې د نندارې پرانيستل مو راتلونکي کال ته وځنډول، دا زموږ مسوليت دی چې د خپلي ټولنې روغتيا ته پام وکړو او دا ژمنه کوو چې راتلونکی کال به ياده ننداره په خورا جم او جوش سره پرانيستل سي”.

که څه هم دا ننداره لغوه سوه خو ډېر ژر به هغه فلمونه او ستوري په انلاين ډول په ډاګه سي چې انتخاب سويدي.

ټاکل سوې وه د ممبی نړيواله ننداره د روان کال د نومبر مياشتې له ۵ څخه تر ۱۲ تاريخ پورې پرانيستل سوې وای.