یونسیف: د یو شمیر خوارځواکو ماشومانو درملنه مو کړې ده

د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان

یونسیف وايي، د روان کال له پیله یې د ۲۱۳ خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې ده.

په افغانستان کې د یونسیف استازي تاج الدین د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼې ویلي، د دې ماشومانو عمر له پنځو کلونو کم وو.

د یونیسف د استازي په وینا د دې ماشومانو درملنه د اسیایي پراختیایي بانک په همکارۍ شوې ده.

له دې وړاندې د سره صلیب ادارې ویلي و، په افغانستان کې نژدې ۵میلیونه ماشومان په خوارځواکي اخته دي.