لانجمنه سیلفي؛ په نړیواله غونډه کې د اکرم خپلواک ګډون ضرور و؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

په سیاسي چارو کې د ولسمشر د ځانګړي سلاکار او استازي ډاکټر اکرم خپلواک یو عکس نن په ټولنیزو رسنیو کې زیات خپریږي، چې دی د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون پرمهال څرګندوي.
ښاغلی خپلواک چې د سولې عالي شورا د دارالانشا ریس هم دی، په دغه عکس کې یې ټلیفون په لاس کې داسې نیول شوی ښکاري؛ لکه خپل سیلفي عکس چې اخلي.
د عکس له مخې، خپلواک په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي محمود صیقل څنګ ته ناست دی.
نیوکې څه دي؟
په ټولنیزو رسنیو کې پر دغه عکس شوې نیوکې تر ډېره پردې څرخي چې ولې په یوه نړیواله دیپلوماتیکه غونډه کې یو افغان مقام د ټلیفون په لاس کې نیولو او دیپلوماتیکو نزاکتونو له ماتولو سره د افغانستان حیثیت ته صدمه رسوي.
دا نیوکې له دې کبله نور هم جدي کیږي چې د خپلواک څنګ ته د افغانستان ناست دایمي استازی غونډې ته د وینا پر مهال ښودل کیږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی، محمود صیقل د حکومت د اجرایه ریس ډاکټر عبدالله او اکرم خپلواک د ولسمشر غني د سیاسي ډ‌لې غړی دی.
په غونډه کې د خپلواک ګډون ضرور و؟
پر ښاغلي خپلواک د نیوکو سر دې ته رسیږي چې ولې هغه د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د استول شوي پلاوي غړی ټاکل شوی؟
د یاد شوي پلاوي مشر د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله عبدالله کوي. له ښاغلي عبدالله سره د نورو چارواکو ترڅنګ ښاغلی خپلواک هم د پلاوي غړی ټاکل شوی.
که په پلاوي کې د خپلواک د ګډون دلیل وپوښتل شي، پلویان یې ممکن د ګډون دلیل د ولسمشر د سیاسي استازي یا د سولې عالي شورا د دارالانشا د ریس په توګه د هغه دندې وګڼي.
خو دا دلایل، معقول او قانع کوونکي ځکه نه دي چې د په کور دننه ټولو سیاسي اختلافونو سره د حکومت د نېمایي شریکوال او دویم لوی مقام په توګه د ښاغلي عبدالله ګډون د ټول حکومت استازیتوب کیدای شي.
له دې وراخوا، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له ټولو ملاحظو سره د دندې له مخې یې، اصولاً د حکومت رسمي او با اعتباره سیاسي استازی دی ( هغه هم په دغه غونډه کې ګډون لري).
د ولسمشر د ټیم او خپلواک پلویان ممکن په سولې شورا کې د هغه مهمه دنده په یاد شوي پلاوي کې د ده د غړیتوب دلیل وګڼي؛ دا احتمالي دلیل هم بې منطقه ځکه ښکاري چې اجرایه رییس او د بهرنیو چارو وزیر په نړیوال سټېج کې د سولې شورا د یوه مقام په پرتله د سولې د مسئلې په اړه ښه استازیتوب کولای شو.
له دې وراخوا، یوه د پام وړ خبره له دیپلوماتیکې دستګاه او نزاکتونو سره د ښاغلي خپلواک نابلدي ده.
ډاکټر خپلواک چې د طب ډاکټر دی او د حامد کرزي په حکومت کې د څو ولایتونو والي او بیا د سرحدونو چارو وزیر و، هغومره له دیپلوماسۍ سره نابلده ښکاري، څومره چې له دودیزسیاست او جرګوـ مرکو سره اشنا دی.
د هغه رسمي بهرني سفرونه، ممکن په ځینو اسلامي هېوادونو کې د سولې په تړاو له دیني عالمانو سره تر څو ګډو ناستو محدود شي.
پایله
د افغان ژورنالیست همیم جلالزي پر فیسبوک پاڼه مې د توپیري چلند یوه خبره هم ولوسته چې یادونه یې بده نه ده.
ښاغلي جلالزي لیکلي چې څه موده مخکې ولسمشرغني د ازبکستان له ولسمشر سره ناسته لرله، خو په ناسته کې د منځنۍ اسیا لپاره د ښاغلي غني د ازبک توکمه استازي شاکر کارګر ټلیفون ته زنګ راغلی و، چې ترهغې وروسته ولسمشر په رسمي ناستو کې د ټلیفونونو د بندولو امر کړی و.
جلالزي دې ته په پام سره چې اکرم خپلواک د ښاغلي غني له ترټولو نیږدې کسانو او په هم مهاله وخت کې د څو منصبونو مالک دی، پوښتنه کړې وه چې د خپلواک د دغه عکس په اړه به د ولسمشر غني غبرګون څه وي؟
د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې دغه یو عکس د افغان حکومت د اوج ته رسیدلې داخلي ناندریو او ټکرونو د ترجمانۍ لپاره کفایت کوي.
د پلاوي د غړو له نیږدې مشاهده کوونکو پرته، تقریباً ټولې نړۍ ته دغه یوه تصویر ثابته کړه چې د افغان حکومت په منځ کې سیاسي بې ثباتي څومره شدیده او خطرناکه ده.
دغه تصویر نه یوازې د حکومت تصویر په نړیوال سټېج کې ډېر بدرنګه او کم حیثیته کړ؛ بلکې د حکومتي حیثیت له صدمه لیدو سره یې ټول افغاستان ته سخته حیثیتي صدمه ورسوله.