له اثبات وروسته دوه شیان مه تعقیبوئ

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: حنیفه مومند

د انساني ژوند په دوام کې داسې څيزونه شته چې د رښتینولۍ څېړلو په صورت کې یې د نابودۍ او لمنځه تلو لامل کېږي. له ډلې یې، یو دوه موږ درته وایو.

رښتیني دوستان

لکه څنګه چې ملګري د انسان لپاره د جامو/ لباس حيثیت لري. د ملګرو او دوستانو په ټاکنه کې باید ډېر محتاط اوسو، خو که د رښتینو ملګرو له نعمت څخه برخمن شو، نو په هېڅ صورت یې باید له لاسه ورنه کړو. لکه څنګه چې مشران وايي د انسان په ژوند کې دوه ډوله ملګري وي، چې یو یې نعمت او بل یې درس.
له نعمت څخه باید ساتنه او له درس څخه باید زده‌کړه وشي. اړینه ده مطلبي یاران او دوستان د ملګرو له ډلې لرې او په دې توګه ممکن  ژوند مثبت او ښه لور ته سوق شي.
خو د وفاداره او په اصطلاح د بدې ورځې دوستانو هرکلی باید وکړو او د صداقت په وړاندې یې خپله رښتينولي څرګنده کړو، ځکه له یوه لاسه ټک نه خېژي. د دوستۍ د پایښت لپاره باید له پيل وړاندې ښه سوچ او فکر وشي.

رښتینې مینه

مینه پاکه ده او هوس ته باید د مینې نوم ورنه کړو. اوسنۍ مینه تر ډېره په ساعت کې بدلېږي. که له مقابل لوري لږ بهتر وویني، مخکینۍ یې اصلاً په یاد هم نه وي، خو د رښتينې مینې اصل بیا بل ډول دی، ځکه مینه د زړه کار دی او سترګې خو هره ورځ بهتره ګوري.
که پوه شو چې څوک راسره رښتینې مینه کړي، نو د اثبات لپاره یې، ډېره څېړنه او پلټنه ښه کړنه نه ده، ځکه هېڅ انسان له تېروتنو او سهوو خالي او بشپړ نه دی، نو په کوچنیو خبرو هېڅ کله زړې دوستۍ ختمې نشي. ځکه بیا به په ګانده کې د لاس مروړلو او پښېمانتیا پرته بل هېڅ څه په لاس نه راځي.
هېڅکله د چا په خبرو خپله مینه مه تباه کوئ، خصوصاً رښتینې مینه. که ژوند په دې ډول مینې ولاړ وي، نو تاسې به د نړۍ تر ټولو نېکمرغه انسان یاست.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.