خبریال: فضل الله فضلي
د مالیدف هیواد د فوټبال په دیو ویهي غوره لیګ سیالیو کي د مازیا لوبډلي اتلولي وګټل او ایګلز لوبډلي بیا دوهم مقام خپل کړ.
په دې لیګ کي دوه افغان لوبغاړي ولوبېدل، چي د ملي لوبډلي ګول ساتونکئ اویس عزیزي ددې لیګ غوره ګول ساتونکئ انتخاب سو.
د عزيزي سره بل افغان لوبغاړی شریف محمدي هم ولوبېدئ، چي دوئ دواړه لوبغاړي د اتلي مازیا لوبډلي سره لوبېدل.
ددې ترڅنګ بریدګر افغان لوبغاړی عمران حیدري د پولنډ په لومړۍ درجه لیګ، بل بریدګر مصطفی ځاځی د کمبوډیا هیواد ویساکا فوټبال کلب او ندیم آمیري د جرمني کلب بایرن لورکوزن سره یوځای سوي وه او د لوبېدو پر مهال خورا ځلېدلي هم دي.
د مالدیف هیواد دیو ویهي غوره لیګ په ۲۰۱۴ م کال کي رامنځ ته سوئ دئ او د آسیا فوټبال فدراسیون غړیتوب هم لري.
لس لوبډلي پکښي لوبیږي، چي تر ټولو ډېره اتلولي پکښي دوه ځلي نیو راډینټ لوبډلي ترلاسه کړې ده.
دا لوبي ټولي د مالدیف په ملي تلوېزون کي وړاندي کیږي.