خبريال : مدثر دعوت
پاکستان کې د ښځينوو د حقوقو فعاله ملاله يوسفزۍ وايي چې په افغانستان کې دې اوربند وسي.
ملاله يوسفزۍ چې د خيبر پښتونخوا د منګورا سيمي په يوې پښتنې کورنۍ کې زيږيدلې د کابل او ننګرهار بريدونه يې غندلي او وايي د ښځو او ماشومانو وژلو دردولې او غمجنه کړې ده.
ملاله وايي د ملګرو ملتونو د هغه غوښتنې ملاتړ بايد وسي چې په افغانستان کي يې د کرونا ويروس په خاطر د اوربند لپاره کړې وه.
The news of two barbaric terrorist attacks in #Afghanistan has deeply horrified & saddened me. I strongly condemn the attacks in Kabul & Ningarhar that targeted vulnerable women & children. I reinforce my support for @UN appeal for a global ceasefire amidst this deadly pandemic.
— Malala (@Malala) May 13, 2020
ملاله يوسفزۍ پر خپل ټويټر اکاونټ ليکي :”د افغانستان په کابل او ننګرهار کښې د ترهه ګرۍ وحشیانه حملو او پکې د بې وزلو ښځو او ماشومانو وژلو زه ډیره دردولې او غمژنه کړې یم. زه دغه بریدونه په کلکه غندم. زه د @UN ملګرو ملتونو د هغه اپیل ملا تړ کوم په کوم کې چي د کرونا وبا په دوران کښې د اور بند غږشوی دی.
د افغانستان په کابل او ننګرهار کښې د ترهه ګرۍ وحشیانه حملو او پکې د بې وزلو ښځو او ماشومانو وژلو زه ډیره دردولې او غمژنه کړې یم. زه دغه بریدونه په کلکه غندم. زه د @UN ملګرو ملتونو د هغه اپیل ملا تړ کوم په کوم کې چي د کرونا وبا په دوران کښې د اور بند غږشوی دی.
— Malala (@Malala) May 13, 2020
ملالې يوسفزۍ په داسې حال کې د افغانانو سره د غمرازۍ ټويټ کړی چې د تيرې سې شنبې په ورځ په جلا جلا بريدونو کې چې په کابل او ننګرهار کې ترسره سوه، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۶ تنه ووژل سوه او ۱۳۳ تنه نور ټپيان سوه.
۲۲ کلنه ملاله يوسفزۍ که څه هم په قوم پښتنه ده خو د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستاني حکومت د بې عدالتيو په وړاندې فعاليت کوي ،تر اوسه يې نه ترې ملاتړ کړی او نه يې هم کوم دريځ څرګند کړی.
ملالې په ۲۰۱۴ز کې د سولې په برخه کې د نوبل جائزه وګټله چې په نړيواله کچه د شهرت برخمنه سوه.