لیکنه: سمیع الله درانی
په اسیا لویه وچه کې ډېر وړ کرکټ لوبغاړي شته، چې له ډلې یې توپ اچوونکي هم ښه ځلېدلي دي.
دلته د اسیا لویې وچې څلورو مختلفو لوبډلو د څلورو توپ اچوونکو په اړه معلومات درکوو، چې په شل اوریزو لوبو کې یې تر نورو زیاتې وېکټې ترلاسه کړي دي.
په دې لوبغاړو کې د افغانستان، پاکستان، سریلانکا او بنګلهدېش کرکټ لوبډلو د لوبغاړو وېکټې شاملې دي.
لسېت ملېنګا
ملېنګا د سریلانکا کرکټ لوبډلې ښي لاسی چټک توپ اچوونکی دی، چې ۳۶ کاله عمر لري او لاهم د سریلانکا لوبډلې او سوداګریزو لوبو کې لوبېږي.
ده په ۸۳ شل اوریزو لوبو کې ۱۰۷ ویکټې اخیستي او تر ټولو توپ اچوونکو مخکښ دی.
یوه لوبه کې یې په ۶ منډو ورکولو سره پنځه وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه وه.
شاهد افریدي
شاهد افریدی چې د پاکستان کرکټ لوبډلې الراونډر لوبغاړی دی، ۴۰ کاله عمر لري.
ده په ۹۹ شل اوریزو لوبو کې ۹۸ وېکټې اخېستي دي.
یوه لوبه کې یې د ۱۱ منډو په ورکولو سره ۴ وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه ده.
شکېب الحسن
د بنګلهدېش کرکټ لوبډلې کیڼ لاسی غوره الراونډر دی، چې ۳۳ کاله عمر لري.
ده په ۷۶ شل اوریزو لوبو کې ۹۲ وېکټې اخیستي دي او یوه لوبه کې یې د شل منډو په ورکولو سره پنځه وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.
راشدخان
راشدخان چې د افغان لوبډلې غوره توپ اچوونکی دی او د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجهبندۍ کې لومړی نمبر توپ اچوونکی دی؛ ده په ۴۸ شل اوریزو لوبوکې ۸۹ وېکټې اخیستي دي.
د درې منډو په ورکولو سره ۵ وېکټې اخېستل یې یوه شل اوریزه لوبه کې غوره توپ اچونه ده.
دا څلور هغه اسیایي کرکټ لوبغاړي دي، چې په لږو شل اوریزو لوبو کې یې زیاتې وېکټې اخېستي دي.