مهال واک د ویر په کوڅو کې د ژوند لټون کوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د رڼا لودين لیکنه
د کابل کوڅې که پرلپسې د چاودونو، وژنو او تښتونې شاهدانې دي، خو ددې ښار په همدې ویرجنو کوڅو کې د ژوند لټون هم دوام لري.
که ددې ټولنې یوه ډلې خلکو په ځانګړي توګه سړیو، د وژنو کاروبار ته زور ورکړی، خو یوه لویه ډله ځوانان داسې هم شته چې غواړي ژوند وکړي او د نورو د ژوند د بهبود لپاره د زده کړو، هنر او نورو ټولنیزو فعالیتونو له لارې هڅې کوې. په دې برخه کې په خاص ډول د نجونو فعالیتونه ډیره هیله بښونکي دي.
دا ډله نجونې ددې ټولنې ريښتیني اتلاني دي. دوی په ډیرو سختو ټولنیز او امنیتي شرایطو کې لوی خطرونه پر سر اخلي او د ټولنې د یو روښانه راتلونکې لپاره کار کوي.
lo مهال واک د ویر په کوڅو کې د ژوند لټون کوي
ځوانه افغان ممثله، ماډله او ټولنیزه فعاله مهال واک له همدې ډلې ده. هغه چې د ” خط سوم “ په نوم افغاني سیریال کې یې مخکښ رول لوبولی او له تیرو دوو کلونو راهېسې یې نورو سینمايي او هنري پروژو کې هم کار کړی، وايي فکر کوي چې د سینما له لارې خپل پیغام په ښه توګه خلکو ته رسولی شي.

33163231 1780387998663071 7599596467338084352 n 1 مهال واک د ویر په کوڅو کې د ژوند لټون کوي
مهال واک له تیرو دوو کلونو راهېسې پر تمثیل سربېره ماډلینک هم کوي.

په امریکا غږ اشنا راډیو کې د نوشابې اشنا یوه مرکه مې له دې ځوانې افغان ممثلې سره واوریده، چې په کې د یوې روښانه ټولنې لپاره د یوې بادرکه افغانې پیغلې هیلې له ورایه احساسیږي.
د ډیرو په باور په افغاني ټولنه کې د ښځو لپاره په سینمايي هنر کې کار کول ستونزمن دي، خو په دې مرکه مې د مهال واک دا خبره خوښه شوه چې وايي ”په افغانستان کې یوازې سینمايي هنر او ماډلینګ ته د ښځو راتګ ستونزمن نه دی. بلکې زه چې ګورم دلته په هره برخه کې د ښځو لپاره کار ستونزمن دی. “
28660654 415393002246089 4064711034263776547 n مهال واک د ویر په کوڅو کې د ژوند لټون کوي
د نوموړې په وینا که غواړو ټولنه د ښځو او نجونو له زده کړو او کار سره عادت کړو باید په قوي ارادې او جرات مخکې ولاړ شو.
مهال واک په دې مرکې کې د خپلې کورنۍ په اړه وايي چې په پیل کې یې هغوی هم ډیر ملاتړي نه وو چې د سینمايي هنر او ماډلینګ لاره دې خپله کړي. خو کله یې چې ددې ښه کار او په دې برخه کې د کارکولو مثبت ټکي درک کړل نو مشکلات یې تر ډیره راکم شول.
هغې په ” خط سوم “ سریال کې د خپل کار کولو یادونه وکړه. ددې سریال داستان په افغاني ټولنه کې د نجونو د زده کړو او کار په وړاندې پر ستونزو او په وړاندې یې په ټولنه کې په پرتو خنډونو راڅرخي.
Lat مهال واک د ویر په کوڅو کې د ژوند لټون کوي
خط سوم افغاني سیریال په ټولنه کې د افغان نجونو د زده کړو او کار په وړاندې پر پرتو ستونزو راڅرخي.

مهال واک وايي، که دې سریال کې ددې کارکولو په ټولنه کې د نجونو د زده کړو په اړه ډير کم هم د خلکو فکر بدل کړی وي. دا یوه لاس ته راوړنه ده.
مهال واک له امریکا غږ اشنا سره په دې مرکې کې ویلي ” د خلکو منفي فکرونه مې د هنري کار په وړاندې یوازینی خنډ دی.“ خو زیاتوي چې د هرې ورځې په تیریدو یې د کار په اړه د خلکو مثبت نظرونه زیاتیږي او منفي نظرونه کمیږي.

افغاني رسنیو په ځانګړې توګه تلویزوني شبکو د سیاسي بحثونو او ګردي میزونو په نوم تر ډيره په ټولنه کې د کرکې د خپرولو دوکانونه پرانیستي. دوی د هنر په ځانګړ توګه افغاني هنر او د هنر له لارې د اجتماعي ښیرښیګڼې کار ته کمه او یا هیڅ پاملرنه کوي.
د هغې ورځې په هیله چې د افغانستان تلویزوني چینلونه په ځانګړې توګه هغه چې ځانونه پښتو ټلویزوني چینلونه بولي، د تشو ناندرو او بحثونو پر ځای، هنري او کلتوري اړخ ته پاملرنه وکړي چې په کې نه یوازې د مهال واک په څیر استعدادونه خپلې وړتیاوې وغوړوي، بلکې د هنر په نرمه او موثره ژبه هڅه وکړي چې ولس له روانو سیاسي او ټولنیزو تیارو څخه د یو روښانه سباوون پر لور روان کړي.
له امریکا غږ اشنا سره د مهال واک مرکه له دې ځایه اوریدای شئ.