د انسان د مغز په اړه دا معلومات درته ښایي نوي او حیرانوونکي وي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

څومره چې د انسان د مغز په هکله پلټنې کېږي، هومره له په زړه‌پورو معلوماتو سره مخامخ کېږو. دا حیاتي غړی دومره رمز او راز لري چې ډېری طبیبانو خپل ټول حرفه ای ژوند د مغز په هکله پلټنې کړي او په معروف قول د عشق په اوو ښارونو ګرځېدلي، خو لا تروسه له لومړۍ پاڼې څخه مخکي نه دي تللي. که په حیرانېدلو پسې پتنګ شوي یاست، نو په دې لیکنه کې زموږ مېلمانه شئ، چې د مغز په هکله مو علم ډېر شي او همدارنګه خوله مو له تعجب څخه خلاصه پاتې شي.

د مغز فزیکي ځانګړنې

په دې ځای کې د مغز د فزیکي ځانکړنو په هکله معلومات وړاندې کوو:

وزن

د انسان مغز تقریبا ۱۳۶۰ ګرامه او یا ۳ پونده وزن لري.

د مغز مخکنۍ برخه

تر ټولو غټ قسمت یې ده او تقریبا ۸۵٪ د مغز وزن همدې برخې ځانته ځانکړې کړې.

اوبه

د مغز ۷۵٪ اوبه جوړوي.

عصبي سلولونه

له ۱۰۰ میلیاردو ډیر عصبي سلولونه(نورون)د انسان په مغز کې ځای لري.

سیناپس

هر نورون له یوه تر ۱۰۰۰۰ سیناپس لري.

د درد د حس فقدان

هېڅ ډول د درد آخذه د انسان په مغز کې وجود نلري،د همدې لپاره ده چې مغز د درد احساس نشي کولای.

د نړۍ تر ټولو غټ مغز

داسې حال کې چې د فیل مغز په فزیکي ډول د انسان له مغز څخه غټ دی، د انسان مغز د وجود ۲٪وزن جوړوي په داسې حال کې چې دا نسبت په فیل ۰.۱۵٪ ده، ځکه داسې پایلې ته رسېږو چې د انسان مغز تر ټولو غټ نسبت نظر وجود ته لري.
د وینې رګونه: له ۱۶۱۰۰۰ کیلومترو څخه ډیر رګونه په مغز کې موجود دي.

غوړ

د انسان مغز د وجود تر ټولو غوړ غړی ده،چې له ۶۰ ٪ څخه ډېر یې غوړ جوړوي.

د مغز د بافت وده

د انسان د مغز وده د مور له رحم څخه پیلېږي او د زیږون په وخت کې حد اکثر ته رسېږي همدارنګه دا کار تر ۱۸ کلنۍ پورې دوام کوي.

عصبي سلولونه (نورون)

۲۵۰۰۰۰ عصبی سلولونه پر دقیقه د جنین د لومړنۍ دورې په وخت کې وده کوي.

اندازه د زیږون پر وخت

د انسان مغز د زیږون په وخت کې د یوه بالغه انسان په اندازه وي او اغلب عصبي سلولونه لري.

په تازه زېږیدلي ماشوم کې د مغز وده

د مغز د ودې اندازه په تازه زیږیدلي ماشوم کې نظر یو کلنۍ ته یې ۳ برابره وي.
د مغز وده په ۱۸ کلنۍ کې په ټپه دریږي.
په لوړ لوړ آواز ویل او غږیدل له ماشومانو سره کیدای شي د هغوۍ مغز ترغیب کړي او د ډیرې ودې لامل یې شي.

آکسیجن

مغز د ټول وجود ۲۰٪آکسیجن مصرف کوي.

وینه

مغز د وجود ۲۰٪ د وینې ګردش په ځان قبلولی شي.

بېهوشي

کله چې له ۸ تر ۱۰ ثانیو مغز ته وینه ونرسیږي سړی بیهوشه کېږي.

سرعت

د مغز د اطلاعاتو د رسولو سرعت تقریباً ۰.۵متره په ثانیه کې ده چې تر ۱۲۰ پورې هم رسیږي.

واټ

کله چې انسان ویښ وي،مغز کولای شي ۱۰ تر ۲۰ واټه الکټریکي انرژي تولید کړي، چې د یوه معمولي حبابي څراغ د روښانه کولو لپاره بس ده.

د مغز مړینه

د انسان مغز کولای شي ۴ تر ۶ ثانیو بې له آکسیجن څخه ژوندی وي،او د دې وخت په تیریدو د مغز بافتونه په مړه کیدو پیل کوي.که ۵ تر۱۰ ثانیو آکسیجن مغز ته ونرسیږي دایمي اختلالات په مغز کې مینځته راځي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.