ليکنه: مدثر دعوت
د باليووډ مشهوره ښځينه اداکاري مادهوري ډيکسيت په انلاين ډول د نڅا لپاره د زده کړو زمينه برابره کړيده.
په بهر هيوادونو کي هرڅوک تر خپل وسه د خپلو خلکو لپاره خدمت کوي که څه هم لږ څه وي.
مادهوري ديکسيت چي په باليووډ کي يې خپله ځواني د ښايستې او تکړه ادکاري په حيث تيره کړه اوس يې په انلاين ډول د نڅا ټولګی پرانيستی دی.
د رقص يا نڅا دا ټولګی د اپريل په لومړۍ نيټه پيل سوی او په اونۍ کي دوه ځلي په وړيا ډول نارينوو او ښځينوو ته زده کړه ورکوي چي د اپريل تر ديرشمي نيټې به دوام وکړي.
مادهوري پر خپل ټويټر اکاونټ په يو ويډيويي پيغام کي ويلي: ” د کرونا په دې دور کي کور هم غميږي، خو تاسو کولای سئ خپله نڅا د ويډيو له لاري زموږ سره شريکه کړئ،زموږ د نڅا ټيم به ستاسو مثبت او منفي ټکي درته په نښه کوي،په کورونو کي پاته سئ او له نڅا خوند واخلئ”.
دې د نڅا لپاره ځانګړی ويبسايټ جوړ کړی چي د ( ډانس ويد مادهوري) په نامه دی،مشهور ډانسران لکه بيروج مهاراج، ساروج خان،ريمو ډيسوزا او ټرينس ليويس ورسره دي.
د مادهوري ډيکسيټ اکاډمي په مکمل ډول وړيا ده چي د اوسني عصر سره سمه نڅا وړاندي کوي.