د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ نیمه پایلوبې ته منچسټر سیټي، پاریسن ژرمېن، ریال ماډریډ او چلسي فوټبال لوبډلو لاره پيداکړې، چي دا نیمه پایلوبې د تګ او راتګ په ډول ترسره کیږي.
د منچسټر سیټي او پاریسن ژرمېن لوبډلو ترمنځ د راتګ پړاو لوبه د اپرېل میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شوې وه، چې هغه لوبه منچسټر سیټي دوه پر یو ګولونو ګټلې وه.
اوس د تګ په پړاو لوبه کې منچسټر سیټي لوبډلې یو ځلې بیا ۲ ګولونه پر ۰ بریا خپله کړه او په دې سره یې په ټولیزه توګه ۴ ګولونه پر ۱ بریا خپله کړه او د لومړۍ لوبډلې په توګه یې د چمپېنزلیګ پایلوبې ته لاره پيداکړه.
راپورونه وايي، دا لومړی ځل دی، چې منچسټر سیټي د چمپېنزلیګ پایلوبې ته وځي.
⏰ RESULT ⏰
🔵 Manchester City reach their first ever Champions League final!
👏 @ManCity become 42nd club to reach the European Cup showpiece
⚽️ Mahrez strikes in either half for hosts🤔 Who impressed you most?#UCL
— UEFA Champions League (@ChampionsLeague) May 4, 2021
دویمه نیمه پایلوبه
دویمه نیمه پایلوبه بیا نن ماخستن ۱۱:۳۰ بجې د چلسي او ریال ماډریډ فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
دا لوبه بیا د تګ په پړاو کي ۱-۱ مساوي شوې وه.
که ننۍ لوبه هرې لوبډلې وګټله، بیا به د منچسټر سیټي لوبډلې سره پایلوبه ترسره کړي.