د نړۍ د تودو اوبو تر ټولو لویه چینه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: عایشه حیدري

اوبه د ژوند یوه سرچینه نه، بلکې پخپله ژوند دی. دا اوبه دي چې ځمکه یې د ژوند لپاره وړ ځای ګرځولی دی، که موږ د نورو سیارو په اړه د ستورمزلو او څېړونکو څرګندونې واورو، نو وبه پوهېږو چې تر دې مهاله په نورو ستورو کې د اوبو څرک نه دی موندل شوی.
زموږ په خاورینه نړۍ کې د اوبو ډېر سمندرونه، بحرونه، سیندونه او ویالې شته چې د ځمکې د خړوبولو او د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو د تندې ماتولو ګټه ترې اخیستل کېږي.
په نړۍ کې داسې سمندرونه، بحرونه او چینې شته چې د اوبو خوند او رنګ یې هم توپیر لري، د بېلګې په ډول پاسفیک سمندر او اتلانتیک سمندر کې د اوبو رنګونه یو له بل سره توپير لري او د زم زم سپېڅلې اوبه بیا د رنګ، خوند او کیفیت له پلوه د نړۍ د ټولو اوبو په پرتله بې سارې دي. د دې تر څنګ د اوبو ترمنځ د ګرمو او سړو توپیر هم شته، تاسو به اورېدلي وي چې د یوې چینې اوبه ډېرې سړې دي، او د بلې بیا ډېرې سړې نه دي یا هم ګرمې اوبه لري.
د یاران په نننۍ لیکنه کې د نړۍ د داسې یوې چینې په اړه در سره معلومات شریکوو چې اوبه یې ډېرې ګرمې دي. راځئ ملتیا مو وکړئ!
د نړۍ د تودو اوبو تر ټولو ستره چينه د نیوزیلنډ هېواد په فرایینګ پن Frying Pan Lake کې واقع ده. د یادې چینې اوبه دومره تودې دي او دومره بخار کوي چې د لرې واټن څخه یې هم تفت او بخار ښکاري.
د فرایینګ پنFrying Pan چینه په نیوزیلنډ کې د نورو چینو په څېر معدني مواد او تودې اوبه لري، چې ډېرې ګټورې دي، خو فرایینګ پن چینه له نورو هغو سره ډېر توپیر لري. دا چینه د نړۍ تر ټولو ستره چینه ده چې اوږدوالی یې د فوټبال د میدانونو اووه برابره دی.
څنګه چې مو مخکې يادونه وکړه د فرایینګ پن چینه د نړۍ تر ټولو ستره طبیعي چینه ده او د وایمنګو د درې په اورشیندونکي غره کې واقع ده. دغه چینه په کال ۱۹۶۳ کې د وایمېنګو کولډرن Waimangu Cauldron په نامه ونومول شوه، خو دغه نوم يې ډېر مشهور نه شو. د دې اوبه هره شېبه اوبه جوشېږي، او بخار یې ټوله هوا نیسي، او ټوله فضا په تفت پوښوي.
د فرایینګ پن چینې اوږد‌والی او زړه راښکونکو منظرو د سیلانیانو پام ځان ته ور اړولی دی، او هر کال یې لیدو ته ګڼ شمېر خلک ورځي.
د فرایینګ پن چینه د يو لوی حوض په څېر ده چې کېدای شي تر اوسه مو هغومره لوی حوض نه وي لیدلی. د دې چینې پراخوالی او یا ښکته‌والی ۳۸۰۰۰متره مربع ده، او د لامبو وهلو وړ ځای نه دی، او تاسو نه شئ کولای په دغې چینې کې لامبو ووهئ.
خو داندېښنې ځای نه دی، اندېښنه مه کوئ! که د فرایینګ پن چینې کې لامبو نه شئ وهلای، خو کولای شئ چې د يوې لنډې مودې لپاره د دې چینې په اوبو کې ودرېږئ او خوند ترې واخلئ، خو هېر مو نه شي چې بویه یادونه وکړو چې د فرایینګ پن چینې د اوبو تود والی د سانتي ګرید ۶۰ درجې دی، او ستاسو د ګرمې قهوې نه یې هم د حرارت درجه ډېره ده.
د ۱۸۸۶م د نیوزیلنډ هېواد روټورا Rotorua سیمه کې یوه ډېر خطرناکه زلزله وشوه او د اورشیندنه لامل وګرځېده، یاد اورشیندنه د فرایینګ پن چینې بنسټ کېښود.
وروسته بیا په کال ۱۹۱۷م په نیوزیلنډ کې یو ځل بیا اورشیندنه وشوه چې دا اورشیندنه د فرایینګ پن چینې نننۍ بڼه را منځته کړه او د فرایینګ پن چینه یې د نړۍ د تودو اوبو ترټولو سترې چینې باندې بدله کړه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.